د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچاخان او ګومل پوهنتون زده کوونکي رښتیا جرمانه شوي؟ 


د باچا خان پوهنتون ویاند ډاکټر عبدالحکيم خان د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې داسې رپورټونه ناسم او بې اساسه دي. 
د باچا خان پوهنتون ویاند ډاکټر عبدالحکيم خان د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې داسې رپورټونه ناسم او بې اساسه دي. 

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان پوهنتون انتظاميه وايي، دا رپورټونه سم نه دي‌ چې ګواکې دوی په پوهنتون کې دننه د سیاسي فعاليتونو له کبله پر یو شمېر زده کوونکو مالې جرمانې لګولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنيزه ميډیا د یاد پوهنتون ځينو زده کونکو تور لګولی چې انتظاميې پر ۱۴ زده کونکو ۱۰ زره روپۍ جرمانې لګولې دي.

د باچا خان پوهنتون ویاند ډاکټر عبدالحکيم خان د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې داسې رپورټونه ناسم او بې اساسه دي.

ده وویل، (د پوهنتون يوه ډسپلنري کميټۍ ده چې د سپریم کورټ د حکم په رڼا کې جوړه شوې ده په پوهنتون کې چې کومې کړنې کيږي او هغه د پوهنتون د ايکټ ، د قانون او ادابو پر ضد وي نو بیا د دې کميټۍ غونډه کې په هغې بحث کيږي او د ذمه وارو پرضد د کاروایي پریکړې کيږي.)

ده زیاته کړه چې د دغه کميټۍ چې کومه غونډه څو ورځې مخکې شوې وه هغه د معمول غونډه وه او په میاشت دوه کې دا ډول غونډې کيږي.

ډاکټر عبدالحکیم خان زیاته کړه چې د پوهنتون د انتظاميې په حواله پر زده کونکو د ۱۰ زره روپیو د جرمانې کوم نوټيفيکيشن چې په ټولنيزه رسنیو کې خپور شوی دا زوړ دی.

خو د پو هنتون یو زده کوونکي محمد اعجاز د مارچ په ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د پوهنتون د دغه ډسپلنري کميټۍ مخې ته د وړاندې کيدو په اړه وويل چې دوی ته په کميټۍ کې په سیاسي فعاليتونو کې د برخې نه اخستو په اړه خبرداری ورکړل شو.

ده وویل، ( د دې کميټۍ پریکړه به د راتلونکې ګل په ورځ په ډاګه کيږي خو موږ ته يې په غونډه کې ويلي ول چې له سیاسي فعالیتونو د نه منع کيدو په صورت کې به له پوهنتونه ايستل کيږي او یا به مالي جرمانې ورکوي.)

د پوهنتون انتظاميه وايي چې په پوهنتونونو کې پر سیاسي تنظيمونو جوړولو دا بنديز د پاکستان سپریم کورټ په ۱۹۹۳م کال کې لګولی او دوی د هغه پریکړې د عملي کولو پابند دي.

د دوي په خبره د پوهنتون هره څانګه د زده کونکو د انديښنو اوریدو او حل کولو یوه کميټۍ لري او زده کونکي خپلې اندیښنې او شکايتونه هغه کميټیو ته وړاندې کولای شي.

بلخوا د مارچ په ۱۹مه د ډیره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون د کمپويټنګ او انفارميشن ټيکنالوجۍ د څانګې لخوا د یو نوټيفيکيشن له لارې چې مشال راډیو تر لاسه کړی، د ایم ايس سي زده کونکي قاضي محمد حمزه او د بي ايس زده کونکی محمد مهاد سليمان د څانګې په ودانۍ دننه د موسیقۍ په اوريدو پنځه پنځه زره روپۍ جرمانه شوي دي.

د مارچ په ۲۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې د دغو ذده کونکو يو ملګري آصف محسود د پوهنتون د انتظاميي ددغه اقدام پخلی وکړ.

ده د موسیقۍ د اوریدو د واقعې په اړه ي زیاته کړه چې کلاسونه ختم شوي ول او ملګري د ډيپارټمنټ په ودانۍ کې بهر راغونډ شوي ول او په موبايل ایم پي تهري يې موسیقۍ اوريده ،نو په دغه وجه يې پنځه پنځه زره روپۍ جرمانه کړي دي.

ده زیاته کړه چې د پوهنتون وايس چانسلر حکم نامه جاري کړې ده چې له مخه يې په پوهنتون دننه، هاسټلونو او ګاډو کې په لوړ اواز په موسيقۍ اوريدو پابندي لګولې ده او که چا دا کار وکړو نو پنځه زره روپۍ به جرمانه کيږي.

که څه هم د پوهنتون یو شمیر زده کونکو د دې اقدام غندنه وکړه او دا يې د بنیادي ازادیو پر ضد ګام وباله خو د ګومل پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر محمد افتخار د مارچ په ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپل دې اقدام دفاع وکړه.

ده وویل، (دلته هر کس د خپل حق خبره کوي خو د بل انسان فکر نه کوي ، د شپې په دولس بجې به په لوړ اواز موسیقي ولګوي او بیا به وايي دا زما حق دی دا به نه ګوري چې ګاونډی مې د څه حساسسیت لري یا بل زده کونکی مطالعه کوي.)

ده زیاته کړه چې دا اوسنۍ واقعه د زده کړو د څانګې په ودانۍ دننه شوې ده نو په ډيپارټمنت دننه خو څوک موسيقي نه اوري.

ډاکټر محمد افتخار زیاته کړه چې پوهنتون د نسلي او ژبنيز توپیر نه پرته د معیاري موسیقۍ او کلتوري هلو ځلو د پرمختګ د هڅو ملاتړ کوي او وخت په وخت يې په اړه غونډې جوړوي ، او په زده کونکو يې د پوهنتون د ضابطه اخلاق د پابندۍ غږ وکړو.

XS
SM
MD
LG