د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلو او بلوچستان زده کوونکي د طب چوکيوو د بحالېدو غوښتنه کوي


په احتجاج ناست زده کوونکي
په احتجاج ناست زده کوونکي

په اسلام اباد کې د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو احتجاج کړی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د پاکستان په طبي يا ميډیکل کالجونو کې د دوی خصوصي چوکۍ ورزیاتې کړي.

د دوی په خبره په کال دوه زره ولسم کې حکومت له دوی سره ژمنه کړې وه چې دوی ته به تر د پنځه کالو پورې دوه سوه پنځه شپېته چوکۍ ورکوي خو اوس يې ورته دغه چوکۍ نهه ویشتو ته راټيتې کړي. د دوی په وېنا که حکومت ورته دا چوکۍ بېرته زیاتې نه کړي نو د پاکستان ميډیکل کمېشن دفتر مخې ته به احتجاجي پرلت ووهي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د شمالي وزیرستان یو زده کونکي رفیع خان وویل: ((موږ نن د پاکستان ميډیکل کمېشن ته خواست کوو چې دا چوکۍ دې بېرته بحال کړي. د دې سیټونو فنډونه د پاکستان هایرایجوکیشن کميشن ورکوي خو اوس پکې مسله دغه ده چې دا یې ۲۹ ته راکم کړي نو زموږ غوښتنه نن دا ده چې مونږ ته دې خپل ۲۶۵ سیټونه بحال کړي.))

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ کال کې په خېبر پښتونخوا کې شاملې شوې دي خو چارواکو ويلي وو چې د دغه ځای خلکو ته ورکول کېدونکي مراعات به تر لسو دوام ولري.

خو د قبايلي سيمو زده کوونکو په بيا بيا کړو احتجاجونو کې ادعا کړي چې د دې مراعاتو په لړ کې د طبي کالجونو سيټونه کم شوي دي.

د حکمران ګوند غړي وايي په دې اړه یې د اړونده چارواکو سره خبرې شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي او په قامي اسمبلۍ کې د سیفران پارلیماني سيکریټري اقبال افریدي په دې اړه د مارچ په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((موږ د سیفران لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمیټۍ ته د پاکستان ميډیکل کمېشن چارواکي راغوښتي وو. هغوی سره مو دا مسله شریکه کړه. دوی به موږ ته په دې اړه پوره تفصيل راکوي چې بيا به یې د خلکو سره شريک کړو.))

د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کوونکو د طب چوکۍ کمولو ضد احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

XS
SM
MD
LG