د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ټيک ټاک بندیز ولګوئ: پېښور عدالت


ټيک ټاک پر ټولنيزو رسنيو د لنډو ويډیوګانو خپرولو اېپ دی. ارشیف-انځور
ټيک ټاک پر ټولنيزو رسنيو د لنډو ويډیوګانو خپرولو اېپ دی. ارشیف-انځور

د پېښور های کورټ د موصلاتو ادارې (پاکستان ټېليکمیونېکشن اتارټي) ته حکم ورکړې چې په دې هېواد کې د چین ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک اېپ په سمدستي توګه وتړي.

د عدالت په وینا پر ټیک ټاک له اخلاقي پلوه پرېوتې وېډیوګانې خپرېږي چې دا په دې ټولنه کې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د پاکستان ټیليکمیونېکشن ویاند خرم علي د مارچ پر یولسمه مشال راډیو ته ویلي چې دوی به د عدالت په حکم ارو مرو عمل کوي او دې لړ کې د ټيک ټاک بندولو لپاره يې اړونده څانګې ته هدایات جاري کړي.

بل پلو د ټیک ټاک کارونکي وايي دوی یواځې په ټيک ټاک د ټوکو ټکالو او مالوماتی او اصلاحي وېډیوګانې خپروي.

د مارچ په یولسمه د وکیلې نازش علي او ساره مظفر په درخواست د اورېدنې په مهال د پېښور های کورټ چیف جسټس قېصررشید د پاکستان ټېليکمیونېکشن اتارټي ته حکم ورکړو چې په ټول پاکستان کې دې په سمدستي توګه ټیک ټاک اېپلیکېشن بند کړي.

پر ړې مهال د چیف جسټس وینا وه په ټیک ټاک چې کومې وېډیوګانې خپرېږي هغه ټولنه کې بې حیايي خوروي او د دې له لاسه ځوانان او پېغلې اغېزمنې کېږي او د دې پرضد چې کوم رپورټونه راځي هغه د افسوس وړ دي نو باید چې دا له ننه وتړل شي.

د اورېدنې په مهال د پاکستان ټیليکمیونیکشن مشر عامرعظیم باجوه وویل چې دوی د ټیک ټاک مشرانو ته د غیراخلاقي موادو د قابو کولو لپاره درخواست ورکړې خو هغوی پرې لا څه مثبت جواب نه دې ویلې په کومه چې چیف جسټس قیصر رشید وویل ترڅو چې د ټیک ټاک مشرانو ستاسو په درخواست عمل نه وي کړی تر هغې باید دغه رسني بنده وساتل شي.

بل پلو د عدالت په دې فیصله یو بل ټیک ټاکی ځوانان وايي، دوی یوازې پرې د ټوکو ټکالو وېډیوګانې خپروي نو باید چې عدالت او حکومت دا فیصله بیرته واخلي او بند یې نه کړي.

د کراچۍ یو ټیک ټاکي شوکت علي مشال راډیو ته وویل، (نو اوس چې حکومت دا بندوي نو دا ښه نه ده که دوی وايي چې ټولنه خرابېږي نو ټیک ټاک دې نه بندوي د هغه چا ای ډي دې وتړي چې ناسمې وېډیوګانې خپروي. دوی ولې زموږ نه زموږ خوشالۍ تروړي.)

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون یو زده کونکي ساجد خان چې د سوات اوسېدونکی دی مشال راډیو ته وویل: (دوی په دې فیصله ډېر خپه دي ځکه چې دوی به له خپلو ملګرو سره په دې مالوماتي وېډیوګانې خپرولې او دا رنګ به يې د سوات د ښکلاګانو وېډیوګانې خپرولې نو موږ های کورټ ته خواست کوو چې دا فېصله بېرته واخلي او ټیک ټاک خلاص کړي.)

اسلام آباد کې د پاکستان فېدرل یونین اف جرنلسټس سینیر نایب صدر او خبریال افتخار مشواڼي مشال راډیو ته وویل په ټیک ټاک د بې حیایې قابو کولو لپاره نورې هم ډېرې لارې دي نو باید چې حکومت دا پرانیستی وساتي او یو ضابطه دې ورته وټاکي.

پاکستان ټېليکمیونېکشن اتارټي له دې وړاندې هم د تېر کال (۲۰۲۰ز) په اکتوبر مياشت کې پر ټيک ټاک بندېز لګولی و چې ۱۰ ورځې وروسته يې د دې کمپنۍ له هغې ژمنتيا وروسته بېرته ليرې کړ چې له خپلې پاڼې به د کاروونکو هغه ټول حسابونه بندوي چې ((غېر اخلاقي مواد)) خپروي.

د ټیک ټاک کاروونکي دا ځل هم د دې پرېکړې د بيرته اخيستو غوښتنه کوي او وايي دوی پر ټيک ټاک ټوکې ټکالې او معلوماتی او اصلاحي وېډیوګانې خپروي او څوک چې له اخلاقي حدودو وتلي ويډيوګانې جوړوي نو يوازې دې د هغوی ټيک ټاک بند کړل شي.

ټيک ټاک له وټس اپ او فېسبوک وروسته درېيم زيات کارول کېدونکی اېپ دی. په پاکستان کې دا اېپ څه باندې ۳۹ مليونه ځله ډانلوډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG