د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې د قبایلي محصلینو پرلت روان دی


د قبایلو زده کوونکي په پوهنتونونو او کالجونو کې ځانګړې څوکۍ غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

د قبایلو زده کوونکي په پوهنتونونو او کالجونو کې ځانګړې څوکۍ غواړي

د قبایلي سیمو زده کوونکي له تېرو څو ورځو راهېسې په لاهور کې پر احتجاج بوخت دي.

دوی د بهاولپور د اسلامیه پوهنتون محصلین دی او وايي، پوهنتون د هغوی مخصوص سیټونه ختم کړي او اوس هغوی په خپل شخصي لګښت د تعلیم او استوګنې پیسې نه شي برابرولی.

دغو پښتنو زده کوونکو د مارچ له ۱۶مې د پنجاب د ګورنر محمد سرور کور مخې ته پرلت وهلی چې د مارچ پر ۲۰مه یې هم ادامه لرله.

د قبایلي محصلینو په وینا، پخوا به د بهاولپور پوهنتون په هر ډیپارټمنټ کې څلورو قبایلي زده کوونکو ته وړیا تعلیم ورکول کېده او نږدې ۱۲۶ قبایلیان دغلته پر لوړو زده کړو بوخت ول، خو اوس د پوهنتون انتظامیې دا سهولت ختم کړی دی.

د جنوبي وزیرستان د واڼې اوسیدونکي اعجاز وزیر د مارچ پر ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وویل، د پنجاب ګورنر د امر باوجود د پوهنتون انتظامیه د هغوی مسله نه هواروي. هغه وايي، ۱۰ ورځې یې د پوهنتون مخې ته پرلت غځولی و خو چې غږ یې وانورېدل شو نو مجبور شول چې په لاهور کې د ګورنر د کور مخې ته احتجاج پیل کړي.

د شمالي وزیرستان د میرامشاه سره تړاو لرونکي یو بل محصل خیال باچا مشال راډیو ته وویل، تر څو پوهنتون د هغوی مخصوص سیټونه بحاله کړي نه وي، هغوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکوي.

بل پلو، د بهالپور اسلامیه پوهنتون ویاند محمد شهزاد د مارچ پر ۱۹مه، مشال راډیو ته په برېښنالیک کې ویلي، هغوی د حکومت لخوا پر ورکړل شوې کړنلارې عمل کوي. د نوموړي په وینا یاد پوهنتون د قبایلي سیمو ۴۲ هلکانو او ۲۱ نجونو ته په مخصوصه کوټه ( سهم) داخلې ورکوي.

هغه زیاتوي چې د بهاولپور اسلامیه پوهنتون، په دغو ۶۳ سیټونو ورغلو ټولو قبایلي ځوانانو او پېغلو ته وړیا تعلیم او د استوګنې سهولت ورکوي.

XS
SM
MD
LG