د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا اصلاحات چټکولو لپاره یوه کاري ډله ګومارل شوې


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خېبرپښتونخوا تر انتظام لاندې سیمې پاټا اوفاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو لپاره یوه کاري ډله ګومارلې چې په ټاکلې موده کې دغه بهیر سر ته ورسوي او په دې لړ کې د ورپېښو ستونزو لیرېکولو لپاره به اقدامات کوي.

دا خبره د زیارت په مازیګر له وزیراعظم هاوس اسلام باده په خپاره کړي بیان کې شوې.

د دغې کاري ډلې یوه غړي سېنېټر هدایت الله مشال راډيو ته وویل چې د دې ډلې چارې فاټا په خیبر پښتونخوا کې شاملول، د صوبايي اسمبلۍ او بلدیاتي ادارو انتخابات کول، د سل اربه روپیو مالي پانګه (پېکېج) برابرول دا هر څه په پنځو کلونو کې سر ته رسول دي.

په دې کمېټۍ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان او د وزیراعلي محمودخان ترڅنګ د اسټېبلیشمنټ لپاره د وزیراعظم سلاکار، د مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري او د سېنېټر هدایت الله ترڅنګ نور یو شمېر اعلا چارواکي شامل دي.

د ذکر ده د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د مسلم لیګ ن مخیکني حکومت د سرتاج عزیز په مشرۍ یوه کمېټۍ جوړه کړې وه چې د فاټا له ځینو سیمو یې د خپلو غونډو پر مهال سپارښتنې راټولې کړې وې او د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف ته وړاندې کړې چې وروستو يې پارلېمان هم منظوري ورکړه. د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جعیت علمای اسلام او د محمود خان اڅکزي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د دغه بهر مخالف ول او غوښتنه یې وه چې تر ګډېدو مخکې دې د فاټا له ولس ټولپوښتنه وشي.

کورمه کې تر اجتماعي زمه وارۍ لاندې نیولي کسان دې خوشې کړل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG