د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو سیټونه دې بحال کړل شي: زده کوونکي


د جهانزېب کالج زده کوونکي (انځور له ارشیفه)
د جهانزېب کالج زده کوونکي (انځور له ارشیفه)

د پنجاب په ملتان کې د بهاالدین زکریا پوهنتون او د بهاولپور اسلامیه پوهنتون هغه زده کوونکې چې د قبایلی سیمو او بلوچستان سره تعلق لري له تېرو درېو اونیو راهیسې په احتجاج دي او غواړي چې د دوی داخلو مخصوص سیټونه دې بیرته بحال کړل شي.

دغو داوړو پوهنتونونو د بلوچستان او قبایلي ضلعو زده کونکیو ته ویلي چې د خپلو مالي مسلو له کبله نور دغو زده کوونکو ته وړیا تعلیم او د هاسټل سهولت نه شي ورکولای.

دغو دواړو پوهنتونونو ته د مارچ په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د داخله او قبایلي ضلعو د تعلیم محکمو لیکلي ول چې د دوی زده کوونکو ته دې تعلیمي ادارې نیغ په نیغه په خپلو مخصوصه سیټونو د وړیا تعلیم لپاره داخلې ورکړي.

خو زده کوونکي وایي بهاوالدین زکریا پوهنتون او او د بهاولپور پوهنتون انتظامیې ورته لیکلي چې دوی نور داسې نه شي کولای، نو ځکه یې اوس احتجاج پیل کړی.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د سېفران د سټېنډنګ کمېټۍ چیرمېن ساجد موند مشال راډیو ته ویلي دوی به په دې اړه د لوړو زده کړو د کمېشن او نورو اړوندو چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG