د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت دې د جانیخېلو د څلور ځلمیانو د وژنې ازخود نوټس واخلي: اې اېن پي


د جانیخېلو د څلور ځلمیانو د ډله ییزې وژنې پرضد نن په پینځمه ورځ پرلت دوام لري.
د جانیخېلو د څلور ځلمیانو د ډله ییزې وژنې پرضد نن په پینځمه ورځ پرلت دوام لري.

عوامي نېشنل ګوند غوښتنه کړې چې د پاکستان عدالت دې په جانيخېلو کې د ځوانانو د مبينه وژنو ازخود نوټس واخلي.

دا غوښتنه د مارچ پر ۲۵مه د دې پارټۍ مشرانو په بنو کې د څلور ځلمیانو د ډله ییزې وژنې پرضد روان پرلت ته په وینا کې کوله.

د اې اېن پي د خيبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان په خپله وينا کې وويل، د پښتنو په سيمو کې امن نه شته. هغه زياته کړه چې ښه او بد طالب نشته بلکې د ده په خبره دوی وسله وال طالبان ترهګر بولي او د ده په وينا، په ترهګرو کې ښه نه وي. نوموړي وويل چې هر ترهګر د پښتانه قام دښمن دی او حساب ورسره کول پکار دی.

اېمل ولي خان په خپله وینا کې پر ریاست غږ وکړ چې د ښه او بد وسله وال په اړه دې خپل دریځ څرګند کړي که د ده په وجود کې دلته وسله والې ډلې شتون لري او دی څه نه ورته وايي، د دې مانا دا شوه چې دا د ده خلک دي.

نوموړي دې احتجاجي دهرنې ته په خپله وینا کې وویل چې ریاست په توله دنیا کې اعلان وکړ چې دلته (وزیرستانونو) کې یې کړي پوځي عملیات ضرب عضب کامیابه ول نو بیا ولې اوس هم هره ورځ پښتانه وژل کېږي.

نوموړي پر ریاست غږ وکړ چې د پښتنو د قبایلي سیمو اووه ضلعې دې هم د پېښور، چارسدې، بنو او د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو غوندې سیول انتظامیې ته وسپارل شي.

اېمل ولي خان په خپله وینا کې د خلکو ورکولو یا غایبولو په اړه زیاته کړه چې "د کوم قانون له مخې دلته خلک اوچتول کېږي؟ د کوم ایین له مخې خلک ورکول کېږي؟ د پاکستان په ایین کې هر فرد دا حق لري چې دی به وکیل نیسي، دی به عدالت ته ځي. چې هر څومره لوی جرم یې کړی وي خو په عدالت کې د صفايي موقع لري. نو بیا ولې خلک ورکوئ. څومره خلک چې ورک دي، په هغوی کې بې ګناه هغه دې پرېږدي او ګناه ګار دې عدالتونو ته وړاندې کړي."

اېمل ولي خان وویل، که دغسې پر دهرنا یا پرلت د پاکستان په نورو ښارونو لکه لاهور، اسلام اباد او یا یو بل ښار کې ناست ول نو حکومت به نه وی ورغلی؟ نن خو نه حکومت ځان خبروي او نه د پاکستان میډيا.

نوموړي پر حکومت سختې نیوکې وکړې چې د بنو څلور ځلیمان وژل شوي او دوی یې تپوس او پوښتنه هم نه کوي. ده وویل حکومتي غړي که نور څه نه شي کولای، د دې خلکو په غم کې خو شریکېدلای شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي جنرل سېکرېټري سردار حسين بابک پرلت ته د وينا پر مهال د پاکستان له عدالته وغوښتل چې د ځوانانو د مبینه وژنې دې ازخود نوتس واخلي. نوموړي پر دې مهال پر پاکستانیو رسنیو هم سختې نیوکې وکړې چې د بنو جانیخېلو پر دومره لویه غمیزه غلي او پټه خوله دي.

د څلورو زلمیانو د وژنې پر ضد د جانیخېلو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د جانیخېلو یو پرلتوال ظاهر خان وايي، که غوښتنې و نه منل شوې نو له خپلو مړیو سره یوځای به اسلام اباد ته لاریون وکړي.

د ده په خبره د نورو قبیلو سرديخېل، بېټڼي مشران هم ورغلي، د سیاسي ګوندونو مشران هم ورغلي، اوس پر دی خبری روانی دي، که یې غوښتنې منل کېږي نه نو وړاندی به پرمختګ وکړي.

د ضلعي انتظامي چارواکو په وینا د انتظاميې، امنیتي ادارو چارواکو او د پرلت مشرانو کمیټۍ ترمنځ له تېرو څو ورځو هلته د جانيخېلو یو سکول کې مذکرات روان دي، خو د دوی په خبره لا هم اتفاق نه دی شوی.

د جانیخېلو د څلورو زلميانو مړي د مارچ پر ۲۱مه موندل شوي ول چې د مرموزه مرګ پرضد يې نن په پنځمه ورځ هم د پوځي کلا مخې ته پرلت دوام لري. خلکو د مړو له ښخولو انکار کړی. دوی غوښتنه کوي، د وژونکو معلومولو لپاره دې عدالتي پلټنې وشي، له کورنيوو سره دې یې د شهدا پیکېج هومره مرسته وشي او د هر ډول (ښه او بد) وسله والو مخه دې ونيول شي. پوليس وايي، پلټنې روانې دي. د سيمې خلکو او پوليسو په وينا دغه ځوانان ۲۰ورځې وړاندې له جانيخېلو لادرکه شوي ول چې د مارچ پر ۲۱مه یې په ياده سيمه کې په مرمیو ویشتلي مړي وموندل شول.

د پوليسو د اېف ای ار ترمخه د وژل شوو کسانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کالو پورې دي.

په جانیخلېو کې له تېرې څه موده راهیسې هدفي وژنې او ناامنۍ په زیاتېدو دي. د دغه سیمې ترڅنګ په ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې هم د هدفي بریدونو او ناامنیو پرضد بیا بیا پښتون ژغورنه غورځنګ، ځايي ځوانان او ولس لاریونونه کړي.

خو سرکار او پوځ وايي، د امن پرځای کولو لپاره یې ځانګړي عملیات دوام لري.

XS
SM
MD
LG