د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین مومندو ته پرې نه ښودل شو


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مارچ پر اوومه نېټه (پرون) په مومندو کې د ورکو کسانو کورنیو یوه پرلت/دهرنې کې ګډون ته ورتلو چې ضلعي انتظامیې د یکه غونډ پر دروازه پرې نه ښودلو.

له دې پس نوموړي د غورځنګ له ملګرو او د پیپلز ګوند د یوه ځايي مشر جنګرېز خان په بدرګه کې پیاده مومندو ته د ننوتو هڅه وکړه خو بیا هم د ورتګ اجازه ورنکړل شوه.

د کمېشنرۍ انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ریډیو ته وویل، د اتوار پر ورځ (پرون) ډپټي کمشنر په سیمه کې پر جلسو، لاریون او دهرنو دفعه ۱۴۴ لګولې وه او د پولیسو په رپوټ کې یې هم ذکر شوی وو.

د نه پرېښودو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اتوار پر ورځ (د مارچ اوومه نېټه) مشال راډيو ته وویل، په لنډو ورځو کې به د غورځنګ د مومندو څانګې سره په مشوره یو وار بیا ورځي.

د نوموړي په خبره: ''اول څو ملکان ورغلل، له هغوی سره ما خبره وکړه او ما قایله کړل، نو هغوی راته وویل، چې زموږ مېلمه یې، خو انتظامیه (کمېشنرۍ انتظامیه) ستاسو د نه پرېښودو(مومندو ته) خبرې کوي. بیا د انتظامیې تنان هم راغلل، ویې ویل چې دوی دفعه ۱۴۴ لګولې ده، خو د دوی اصل مقصد دا وو، چې زه (منظور پښتین) او نور څوک هم د دغه بې وسه پښتنو اواز جوړ نه شي، دوی نه غواړي چې دلته کوم ظلم او جبر شوی، چې دغه هم د نورې نړۍ ته څرګنده شي.''


د منظور پښتین مومندو ته دا اولنۍ داسې دوره وه چې ولس وربللی وو. دغه دوره کې د ورکو کسانو د کورنیو غړي په مامد ګټ بره مومندو کې راغونډ شوي وو، او دوی غوښتل، چې منظور پښتین ورشي او د ورکو کسانو شمېرې او نور معلومات ورسره شریک کړي.

په دې اړه منظور پښتین وویل، دوی ته د مومندو په یوه کلي کې د ورکو کسانو ډیټا معلومه ده او هڅه کوي چې په اړه یې نور معلومات هم ترلاسه کړي. د ده په خبره چې په یوه کلي کې شااوخوا دونیم سوه کسان ورک دي او دوی یې په اړه دیټا راغونډوي خو نوموړي د کلي نوم وانخیست. ده وویل چې د ورکو کسانو ډیټا موندلو ته نه پرېښودل کېږي.

منظور پښتین زیاته کړه: ''حکومت هر وخت ورته وايي، چې تاسو موږ ته ډیټا راکړئ، خو چې موږ ډیټا راغونډولو پسې حرکت کوو، دوی لارې راته بندې کړي.''

د منظور پښتین په انتظار په مامد ګټ کې د سهار له لسو د ماسپښین تر دوو بجو پورې د ورکو کسانو کورونیو غړي پر دهرنا/پرلت ناست ول چې کله پښتین ورپرېنښودل شو نو ناوخته کورونو ته ستانه شول.

د ساپو تحصیل باوتۍ اوسېدونکي فضل ودود ساپي مشال ریډیو ته وویل، هغه خلک په دهرنا/پرلت کې ناست ول چې د کورنیو غړي یې له ډېرې مودې راهیسې ورک دي. د نوموړي په خبره د هغوی شمېر په لسګونه دی.

د مومندو پولیسو د پاکستان پیپلز ګوند یو ځايي مشر جنګرېز خان مومند چې د د منظور پښتین بدرګه یې کوله د مېچنۍ له سیمې ونیولو. پولیسو د ده په ګډون ۱۴ کسان د غونډې په کولو تورن کړي دي.

د پولیسو په دغه رپورټ کې د پیپلز ګوند یو بل مشر وحید مومند نوم هم شامل دی. نوموړي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: ''کله چې یې منظور پښتین د یکه غونډ په تلاشۍ پوسته درولی وو نو موږ هم هلته روان وو خو معلومات راته نه وو او موږ هم له منظور پښتین سره ودرېدلو او مرسته مو ورسره وکړه، موږ وویل چی دا یې قانوني حق دی او د هر پاکستاني دا حق دی چی ازادي ولري او هر چیرته ولاړ شي، نو موږ له منظور پښتین سره ودرېدلو او د انتظامیې پرضد مو احتجاج وکړ.''

د پولیسو په کښلې پرچۍ کې یوازې د مومندو د هغه تنانونو نومونه لیکل شوي دي چې د اتوار په ورځ یې د منظور پښتین بدرګه او لاریون کړی وو خو خپله د پښتین او له هغه سره د ملو کسانو نومونه پکې نه شته.

XS
SM
MD
LG