د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره احتجاج شوی


د ميرعلي اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې د امنيت وضع ورځ تر بله په خرابېدو ده.
د ميرعلي اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې د امنيت وضع ورځ تر بله په خرابېدو ده.

په شمالي وزیرستان کې د روغتيا څانګې کارکوونکيو د احتجاج پر مهال د تښتول شویو کسانو د موندلو او خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په شوه تحصيل کې نامعلومه وسله والو ۱۰ کسان تښتولي ول چې پکې د صحت څانګې کارکوونکي هم ول.

په دوی کې د میرعلي اوسېدونکی د لوکل ګورنمنټ یو اهلکار انجنیر همایون داوړ، اېډوکېټ عتیق داوړ، شهنشاه داوړ، د میرامشاه اوسېدونکی د صحت محکمې یو اهلکار مسودرحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیېر حمزه او د میانوالې اوسېدونکی یاسر عباس شامل دي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفيع الله مشال راډيو ته وويل چې په دې لسو تښتول شويو کې يې څلور کسان خلاص شوي دی خو شپږ لا هم د وسله والو په منګولو کې دي.

د تېرو کالونو په شان سږ کال هم په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي. د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې اووه کسان په نښه شوي دي.
د تېرو کالونو په شان سږ کال هم په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي. د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې اووه کسان په نښه شوي دي.

له دې پرته د ميرعلي ولس له تېرو درې ورځو راهیسې احتجاج کوي او دوکاندارانو بازار تړلی دی.

دوی وايي، په سيمه کې ورځ تربله ناامني زياتېږي چې له کبله يې نه يوازې کاروبارونه په ټپه درېدلي بلکې په تګ راتګ کې هم له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د شمالي وزيرستان مرستيال کمشنر شاهد علي خان د مارچ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل، د سيمې امنيت د ښه کولو او د تښتول شويو کسانو د موندلو او خلاصولو لپاره يې هڅې روانې دي.

د تېرو کالونو په شان سږ کال هم په شمالي وزيرستان کې هدفي وژنې روانې دي. د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې اووه کسان په نښه شوي دي.

په دې اړه بشپړه راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

شمالي وزیرستان کې احتجاجي پرلت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG