په ترکیه کې د مارچ پر ۲۰مه په زرګونه خلکو د احتجاج له لارې له ولسمشر رجب طیب اردغان څخه غوښتنه وکړه چې ښځې له تشدده د خوندي ساتلو په برخه کې دې د اروپايي معاهدې نه د وتلو لړ کې خپله پرېکړه بیرته واخلي.
په استنبول کې یو احتجاج کونکي په ترکیه کې د وژل شوو ښځو عکسونه پورته کړي وو. په یو تصویر لیکل شوې وو چې دا ښځې دي چې دا جنګ به وګټي.
د اردغان دا امر چې د استنبول معاهدې په اړه د ترکیې توثیق ختموي، د ښځو په هغو تحریکونو ګزار بلل شوی چې دا معاهده د کورني تشدد مخنیوي لپاره ضروري بولي.
خو دا پرېکړه د اردغان د محافظه کاره نیشنل ګوند لپاره یوه بریا ده ځکه چې هغوی دریځ لري چې دا معاهده د کورنۍ متحده پاتې کېدو ته زیان رسوي.
ترکیه لومړی هېواد وو چې په ۲۰۱۱م کال کې په استنبول کې د وزیرانو د کمیټۍ په غونډه کې د کورني تشدد او پر ښځو د تشدد خلاف د اروپايي شورا پر کنویشن / معاهده یې لاسلیک کړی وو.
دا قانون په ۲۰۱۴م کال کې عملي شو او د ترکیې ایین وايي چې نړیوالې معاهدې د قانون برخه ده. د اروپايي شورا سیکټري جنرل ماریه پاييچینویچ د ترکیې دا پریکړه زیان رسونکی بللې ده.