د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا صحي کارمندانې د نوکریو پخېدو غوښتنه کوي


د ارشیف انځور: د پاکستان په نورو ښارونو کې هم ښځینه صحي کامندانې وخت په وخت د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي.
د ارشیف انځور: د پاکستان په نورو ښارونو کې هم ښځینه صحي کامندانې وخت په وخت د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ښځینه کارکوونکې وايي، که نوکریانې یې پخې او معاشونه یې پر وخت ورنه کړل شي نو د مارچ پر ۲۹مه به د پولیو ضد مهم کې برخه نه اخلي.


په پيښور کې د روغتیا کارکونکې اسیې د مارچ پر ۲۰مه مشال رېډیو ته وویل چې د هغوی تنخواګانې له تیرو پنځو میاشتو راهیسې بندې دي او په ملک کې د ګرانۍ زیاتېدو له وجې ورته ډیر مالي مشکلات وي. هغه وايي:

"موږ له حکومته غواړو چې د ځینو لیډي هیلت ورکرو څلور او د ځینو پنځه کاله شوي دي خو تراوسه هغوی مستقله شوې نه دي. موږ غواړو چې د نورو ملازمینو پشان موږ هم د دندو سنبالولو دوه کاله پس مستقلې کړل شو. بل پکار ده چې موږ ته هم تنخواګانې هره میاشت راکوي."

څه موده وړاندې د خیبرپښتونخوا لیډي هیلت ورکرز د خپلو غوښتنو لپاره په اسلام اباد او بیلا بیلو ځایونو کې احتجاجونه وکړل. د دوی په وینا حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې مسلې به یې ژر هوارې کړي خو لا تراوسه یې غوښتنې نه دې منل شوې.

په سوات کې د روغتیا د ښځینه کارکوونکو د اتحادیې یوه مشره المینا وايي، د مستقلو روغتیايي کارکونکو لپاره د قانون په یوه ماده کې لیکل شوي چې نور نوي ګمارل شوي کسان به غیر مستقله وي او د قرارداد له مخې به کار کوي. نوموړې زیاتوي چې دوی په دې قانون کې د ترمیم لپارهلې ځلې پیل کړې دي.

د روغتیا ښځینه کارکونکو د معلوماتو له مخې دوی ته د میاشتې شاوخوا ۲۳ زره روپۍ ورکول کېږي خو هغوی وايي ډير کسان پکې په اووم سکیل/ ګریډ کار کوي نو باید چې حکومت ورته په هغه حساب سره بیا شاوخوا ۲۶ زره روپۍ تنخوا ورکړي.

په خیبرپښتونخوا کې د لیډي هیلت ورکرز د اتحادیې مشره عایشه حسن بیا وايي چې څو ورځې وړاندې یې د صحت محکمې چارواکو سره د ملاقات پر مهال د روغتیايي کارکونکو ستونزې وړاندې کړې وې او هغوی ورسره د هوارولو یو وارې بیا ژمنه کړې وه.

د خیبرپښتونخوا د صحت محکمې مشر یا ډایریکټر جنرل نیاز احمد مشال رېډیو ته وویل، هغه لیډي هیلت ورکرې چې په۹۰مه لسیزه کې برتې شوې وې، په ۲۰۱۲م کال کې مستقله کړل شوې خو له هغه وروسته نورې په کنټریکټ اخیستل شوې وې چې غیر مستقله دي. نوموړي زیاته کړه چې لیډي هیلت ورکرز ته د څلورو میاشتو تنخواګانو ورکولو منظوري ورکړل شوې ده او د هغوی د مستقله کولو لړ کې هم خبرې روانې دي:

"د روغتیا کارکونکو مشرانو ما سره او د هیلت ورکرز د پروګرام له چارواکو سره ملاقات شوی و. د هغوی پر مسلو خبرې شوې دي. مستقله هیلت ورکرز ته موږ هره میاشت تنخوا ورکوو. خو د قرارداد تر له مخې کومې لیډي هیلت ورکرې چې نه دې مستقل شوې، هغوی ته له اکتوبر وروسته تنخوا نه ده ورکړل شوې نو اوس د دغو لپاره د پي سي ون منظوري شوي ده او په راتلونکې اوونۍ کې به ورته تنخوا ورکړل شي."

د ډاکټر نیاز په وینا، دا مهال په خیبرپښتونخوا کې څه د پاسه درې زره غیر مستقله او ۱۲ زره نه زیاتې مستقلې ښځینه کارکونکې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG