د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کورونا وبا مړه شویو ډاکټرانو کورنیو سره د خیبر پښتونخوا حکومت مرسته


د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا د جنورۍ پر څلورمه نېټه په پېښور کې له ډاکټرانو سره په یوه غونډه کې د هغو ډاکټرانو، نرسانو او د صحت نورې عملې لپاره د مالي مرستو پر یوه پېکج کار پېل کړی دې چې په صوبه کې د کورونا وبا له وجې مړه شوي دي.

په دغه غونډه کې د واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې ډاکټر سمېرا شمس هم موجوده وه.

د جنورۍ پر پنځمه له مشال راډیو سره په خبرو کې سمېرا شمس وویل، حکومت په لومړي پړاو کې د ۱۶ ډاکټرانو لپاره ۱۱۲ میلیونو روپو منظوري ورکړې ده چې پکې به د هر ډاکټر کورنۍ ته ۸۰ لکه روپۍ ورکول کېږي.

دا مالي مرستې به د هغو ډاکټرانو کورنیو ته ورکول کېږي چې د کار په دوران ورته کورونا وایرس لګېدلی وو او وروسته د دغه ناروغۍ له وجې وفات شول.

سمېرا شمس د ډاکټرانو د شهدا پېکج په اړه وایي،"د ډاکټرانو د شهدا پېکج لاندې د پېسو پر جاري کېدلو زیاتره کار شوی دی، موږ کوښښ کوو چې زر تر زره یې د شهیدانو ډاکټرانو کورنیو ته ورکړو. امکان دی چې په یوه اوونۍ کې دننه په یو پروګرام کې وزیر اعلا پخپله دا پېسې ورکړي. ډاکټرانو په دې اړه وړاندې هم ګیله لرله، خو د ځینو مرحلو نه تر تېرېدلو له وجې د دغه پېکج په جاري کولو کې ځنډ مخې ته راغلی، موږ د دغو کورنیو تاوان نه شو پوره کولای خو د کورونا وبا خلاف په جنګ کې د صحت دغو ټولو کارکونکیو د هڅو ستاینه کوو چې د خپل کار په دوران ورته دغه ناروغي ولګېده او وفات شول."

د صوبې ځوانو ډاکټرانو د سازمان (ینګ ډاکټرز اېسوسيېشن) تر مخه تر اوسه په صوبه کې ۴۱ ډاکټران د کورونا ناروغۍ له وجې مړه شوي دي.

په دغو کې زیاتره شمېره د پېښور په روغتونونو کې د کارکونکیو ډاکټرانو ده.

له دې سره په صوبه کې څلور نرسانې هم د کورونا ناروغۍ لګېدلو وروسته وفات شوي.

د ینګ ډاکټرز اېسوسیېشن مشر ډاکټر رضوان کنډي د جنورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل باید حکومت ټولو د هغو ټولو ډاکټرانو او د صحت عملې له کورنیو سره مالي مرستې وکړي چې د کورونا وبا له وجې مړه شوي دي: "زموږ صوبه کې ۴۱ ډاکټران تر اوسه له کورونا ناروغۍ څخه وفات شوي دي، دا چې کله په لومړیو ورځو کې زموږ پروفېسر ډاکټر جاوېد په حیات اباد میډیکل کمپلکس کې د کورونا ناروغۍ له وجې وفات شو، نو حکومت دا خبره کړې وه، خو تراوسه د ډاکټرانو د شهدا پېکج په اړه څه کار نه دی شوی."

ډاکټر رضوان کنډی دا هم وایي، په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه څه باندې ۱۱۶۰ډاکټرانو او ۴۱۰ نرسانو ته کورونا ناروغي لګېدلې ده، او په صوبه کې د میډیکل کالجونو دوه داسې زده کونکي هم د کورونا ناروغۍ له وجې وفات شوي دي چې د طب زده کړې یې کولې.

د سوات د سېدو شریف د سرکاري روغتون ویاند ډاکټر محمد خان د جنورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل دوی د حکومت د دغه ګام ستاینه کوي خو باید د ډاکټرانو په شهدا پېکج کې د صحت هغه ټول کارکوونکي شامل کړای شي چې د صوبې په روغتونونو کې یې د خپل کار په دوران د کورونا ناروغۍ تر لګېدلو وروسته یې ژوند بایللی:

"دا یو ښه ګام دی، ځکه چې د کورونا په دویمه څپه کې د صحت ګڼ کارکونکي متاثره شول، مخکې هم موږ داسې اورېدلی وو خو بیا څه عملي کار ونه شو، او اوس که وشي نو موږ یې ستاینه کوو. دلته په سوات کې په ۲۰۲۰ز کال کې د شخصي رغتونونو نه علاوه په سرکاري روغتونونو کې د کورونا ناروغۍ له وجې د صحت درې کارکونکې او دوه سېنیر ډاکټران مړه شول."

بلخوا د ځوانو ډاکټرانو د سازمان ترمخه په سرکاري روغتونونو کې لا هم د ډاکټرانو، نرسانو او د صحت نورې عملې لپاره د حفاظتي کټس او د نورو ضروري شیانو کمی دی،

د دوی ترمخه ډېرو ډاکټرانو په خپله خرچه ځانونو له په روغتونونو کې د کار کولو حفاظتي جامې او نور اړوند شیان اخېستلي دي او باید حکومت د صوبې صحت کارکونکیو دغې مسلې ته هم پام وکړي.

خو ډاکټر سمېرا شمس مشال راډیو ته وویل، حکومت یې کوښښ کوي چې په روغتونونو کې له کورونا وایرس څخه د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو په ګډون ټولو صحت کارکونکیو ته حفاظتي کټس او نور ضوروري سامانونه برابر کړي.

XS
SM
MD
LG