د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او امریکا دفاعي اړیکې پیاوړې کوي


د ارشیف انځور: د امریکا د دفاع وزیر د هند په دوه ورځنۍ رسمي دوره باندې دی.
د ارشیف انځور: د امریکا د دفاع وزیر د هند په دوه ورځنۍ رسمي دوره باندې دی.

د امریکې او هند د فاع وزیرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي او دفاعي اړیکو په لاپياوړتیا خبرې وکړې.

د لایډ اسټېن او راج نات سېنګ ترمنځ دا ملاقات د مارچ پر ۲۰مه په نوي ډیلي کې وشو. د امریکا د دفاع وزیر د هند په دوه ورځنۍ رسمي دوره باندې دی. دا هند ته د امریکايي ولسمشر جو بایډن د انتظامیې د کوم لوړ پوړي چارواکي لومړی رسمي سفر دی.

واشنګټن غواړي چې په سیمه کې د چین د نفوذ خلاف له خپلو ایتلافیاتو سره نږدې اړیکې جوړې کړي. دا وروسته له هغې ده چې د مارچ پر ۱۹مه په الاسکا کې د امریکا او چین لوړ پوړو چارواکو خبرې وکړې. دغه خبرې امریکایي چارواکو "سختي او نیغې" بللې وې. تر هند مخکې اسټن او د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتوني بلینکین جاپان او جنوبي کوریا ته سفرونه کړي وو.

اسټن د مارچ پر ۱۹مه ناوخته نوي دلي ته ورسېد او د وزیراعظم نریندر مودي په ګډون د هیواد د ملي امنیت سلاکار اجیت دو وال سره یې خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې اسټن په هند او ارام سمندر/ انډو پیسیفیک سیمه کې د هند د مشرتابه رول او د ګډو هدفونو لپاره د "هم خیاله ملګرو هېوادونو" سره د رابطو د زیاتولو ستاینه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG