د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او اروپايي ټولنې د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبریالانو په ځورولو روس وغندلی


په پراګ کې د ازادې اروپا/ازادي راډيو ودانۍ
په پراګ کې د ازادې اروپا/ازادي راډيو ودانۍ

امریکا او اروپايي ټولنې د روس له خوا د ازادې اروپا راډيو ترڅنګ پر خپلواکو رسنیو د زیاتيدونکي فشار یو ځل بیا غندنه کړې ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا استازې کورټني اسټرین د مارچ پر ۱۸مه په یو بیان کې ويلي، په روس کې چې د بهرنۍ ميډيا له کارکونکو د کار لپاره کومو اسنادو غوښتنه کيږي په ځيني مواردو کې په تکنيکي توګه هغه پوره کول ناممکنه دي.

د دې په وینا، بیا هغه هر څه د هغه ادارې او یا انفرادي کسانو پرضد کارول کېږي.

نوموړې زیاته کړې چې کله کله په خاصه توګه د هغو ادارو پر ضد کارول کيږي چې د ازادې اروپا راډیو او یا د امریکا له نړيوالې ميډیا سره تعلق لري.

د نویو قوانينو له مخې کومو کسانو او یا ادارو ته چې ماسکو په روس کې د کار کولو اجازه ورکړې ده، د هغوي لپاره لازمه ده چې په خپلو راپورونو او خپرونکو موادو کې د روس دريځ په واضحه او ښکاره توګه ځای کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG