د ملګرو ملتونو پلټونکو د برما له خلکو غوښتي چې داسې شواهد راټول کړي چې دوی یې د عامو مظاهرچيانو پر وړاندې د پوځ له لوري جرایم ګڼي.
په برما کې له هغه وروسته مظاهرې پيل شوي چې پوځ تېره میاشت د برما ولسي حکومت پر ضد کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او يوشمېر نور حکومتي کسان او سياستوالان يې ونيول.
یادې مظاهرې وروسته په تاوتریخوالي واوښتې چې د بشري حقونو د فعالانو په خبره تر دې دمه لږ تر لږه ۱۸۰ کسان پکې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې مشر نیکولاس کومیان نن (مارچ ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا شواهد به د برما د پوځ د مشرانو پر وړاندې دوسیو جوړولو کې وکارول شي. دی وایي دغو پوځیانو د مظاهرچيانو د خورولو لپاره له امنیتي ځواکونو کار اخیستی دی.
مظاهرچيان د مېرمن سوچي خوشې کېدل او د ولسي حکومت بېرته بحالول غواړي.