د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې د پاکستانیو سرتېرو روزنه څه پیغام لري؟


د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې پاکستانیو ځواکونو په روسیه کې د هغه هېواد له سرتېرو سره ګډ تمرینونه کړي ول
د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې پاکستانیو ځواکونو په روسیه کې د هغه هېواد له سرتېرو سره ګډ تمرینونه کړي ول

پراګ - د پاکستان دفاع وزارت د اګست پر اوومه وویل چې اسلام اباد او مسکو د پوځي همکاریو پر زیاتوالي سلا شوي دي چې ورسره سم به پاکستاني سرتېري په روسیه کې روزنه ترلاسه کړای شي.

د دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل، دا پرېکړه د روسیې د دفاع وزیر مرستیال الېکساندر فومېن اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر کې شوې ده.

د روسیې تاس خبري اژانس د اګست پر اتمه د هغه هېواد د دفاع وزارت د یوه بیان په حواله ویلي، فومېن له پاکستانیو دفاعي چارواکو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو پر زیاتولو موافقه کړې ده.

داسې نشو ویلای چې اوس به روسیه او د هغه هېواد ادارې د امریکا ځای ونیسي.
امل خان

تر دې مخکې د جنورۍ په پای کې د پاکستان د دفاع پخواني وزیر خرم دستګیر خان ویلي ول چې هېواد یې له روسیې او چین سره پوځي اړیکي پراخوي.

خو پاکستان له لسیزو راهیسې له امریکا سره پوځي اړیکي لري او زیاتره وسلې، جنګي سامان او پرزې له هغه هېواده اخلي. نو ایا د اسلام اباد او مسکو نوې موافقې د پاکستان په دفاعي پالیسۍ کې د بدلون ښکارندوي کوي او که څنګه؟

د برتانیا په څېړنیز مرکز چتم هاوس کې د جنوبي اسیا او منځني ختیځ د چارو پوه امل خان وايي، په روسیه کې د پاکستانیو سرتېرو روزنه لوی نه بلکې نوی بدلون ځکه دی چې اسلام اباد په سړې جګړه کې د غرب ملاتړی او ملګری وو.

خو دی وايي، د اسلام اباد او مسکو د پوځي اړیکو په اړه تازه بیانونه تر ډېره امریکا ته د سیاسي پیغام معنا لري:

((په اساسي ډول [د همکاریو د زیاتوالي دا خبرې] د یوه پوځي واقعیت پر ځای تر ډېره د سیاسي پیغام ورکولو معنا لري ځکه چې د پاکستان پوځي سامانونه، د هغه هېواد پوځي نظریه، پوځي پرزې هر څه پر غربي دفاعي او پوځي ماډل ولاړ دي. له وړې سطحې یې که واخلو نو هغه مرمۍ چې پاکستاني پوځیان یې کاروي هغه تر ډېره غربي دي. هغه الوتکې چې پاکستان یې لري یا د هغو پرزې، هغه غربي دي. نو داسې نشو ویلای چې اوس به روسیه او د هغه هېواد ادارې د امریکا ځای ونیسي.))

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي ول، پاکستان ورڅخه ((۳۳ اربه ډالره)) اخیستي خو د ترهګرۍ پر ضد یې سمه مبارزه نه ده کړې. تر ټرمپ وروسته یو شمېر امریکايي لوړپوړو چارواکو هم پر پاکستان تور پورې کړ چې وسله والو ته پټنځایونه ورکوي او ملاتړ یې کوي.

اسلام اباد تل دا تور رد کړی.

هېلې: افغانستان چې پر سم لوري روان شي، پاکستان یې په شا بیايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:30 0:00

تر دې وروسته، امریکا پر پاکستان د شاوخوا دوه اربه ډالرو پوځي مرستې بندې کړې چې له کبله یې د دواړو هېوادونو تعلقات لا خراب شول.

په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود دا مني چې د اسلام اباد او مسکو پراخېدونکي اړیکي واشنګټن ته پیغام لري، البته له دې نظر سره اختلاف کوي چې ګواکې دا همکارۍ برسېرنې یا سطحي دي:

((په دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان د خپلو ملګرو او اړیکو دایره غځوي. د امریکا فشار، رویه، پاکستان ته د مرستو بندول او ان دا ویل چې که پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق ای اېم اېف څخه مالي مرسته غواړي نو مخالفت به یې کوي – دې هر څه ته په لیدو ویلای شو چې پاکستان واقعي له روسیې او نورو هېوادونو سره د تعلقاتو پراخولو هڅې کوي. پاکستان له روسیې څخه پوځي سامان هم اخلي.))

د پاکستان پخواني حکومت ویلي ول چې په تېرو درو کلونو کې یې له روسیې څخه هېلېکاپټرې اخیستې دي.

خو د چتم هاوس څېړونکی امل خان زیاتوي چې روسیه او چین د پاکستان ټول پوځي ضروریات نشي پوره کولای.

XS
SM
MD
LG