د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر اېستلو پرېکړه نه‌ ده شوې ارزونه یې روانه ده"


ارشیف، په بغلان کې امریکايي سرتیري, 08 July 2014.
ارشیف، په بغلان کې امریکايي سرتیري, 08 July 2014.

که څه هم د افغانستان د سولې خبرې ورځ تر بلې یو حساس پړاو ته داخلېږي خو امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون د یوې مهمې برخې په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ ده کړې.

د ۲۰۲۱ز کال د مې میاشتې تر پایه له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، هغه موضوع ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، لا یې ارزونه روانه ده.

بلېنکن په چهارشنبه ناوخته د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه کې وویل، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو یا هم وتو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو د دې جګړې د پای په اړه د دوی دریځ روښانه دی او غواړي خپل عسکر کور ته ستانه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې بهیر ګړندي کولو ته هم اشاره کړې او ویلي دي: "امریکا یوازې دا هڅې نه کوي، بلکې غواړي د ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم په دې هلو ځلو کې ښکېل کړي، ځکه دوی هلته خپلې ګټې او پر دې بهیر اغېز لري."

انټوني بلېنکن دا هم وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ څاري او ګوري چې ایا طالبان خپلې ژمنې عملي کوي او که نه؟

امریکا د افغان سولې بهیر د څارنې او پرمختګونو خبره داسې مهال کوي چې افغان حکومت په کور دننه له سیاسیونو سره د سولې په اړه واحد لیدلوري ته د رسېدو لپاره لیدنو ته زور ورکړی.

تازه ولسمشر اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د ملي شورا د رئیسانو په ګډون، له جهادي او سیاسي مشرانو عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، محمد محقق، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم، سید منصور نادري، جمعه خان همدرد او ځینو نورو سره کتلي دي.

جمهوري ریاست وايي، په دې کتنه کې د سولې د ملي اجماع پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وايي: "دې غونډه کې د ټولو ګډونوالو د افغانستان د مرکچي پلاوي څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان دولت او د ملي مصالحې عالي شورا دې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

بل‌خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې هم د افغانستان د سولې د راتلونکو پړاوونو په اړه د خبرو لړۍ روانه ده.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سادات اونال سره کتلي او پر افغان سوله یې خبرې کړي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د ځينو رسنيو له قوله تمه ده چې د مارچ په ۲۷مه په ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه وشي.

ازادي راډيو تر اوسه نه ده توانيدلې چې د دې ناستي نېټه په مستقله توګه تاييد کړي.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشره دیبرا لاینز هم دوحه کې ده.هغې پرون له طالب پلاوي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دوی له مېرمن لاینز سره په کتنه کې د دوحې هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی: "په ناسته کې د افغانستان د وضعیت سربېره، د دوحې هوکړې په عملي کولو، د بندیانو په ازادۍ او د امریکا له‌خوا د وړاندې شوې طرحې په اړه بحث وشو."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

قطر ته د مېرمن لاینز سفر وروسته تر دې وشو چې امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو د پراخې ونډې غوښتنه وکړه.

د دې تر خوا جمهور رئیس غني ته په لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یادونه کړې چې په کور دننه باید د افغانستان د سولې لپاره اجماع پیاوړې او دا بهیر هر څه ژر چټک شي.

خو د دې ټولو په خوا کې هغه څه چې مهم دي، د افغانستان د سولې په اړه د سیمې هېوادونو صادقانه همکاري ده، هغه ټکی چې په اړه یې مثبت او منفي لیدلوري لا پر ځای دي.

XS
SM
MD
LG