د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو پر برخلیک معامله نه‌کوو: د امریکا لیک ته د امرالله صالح غبرګون


د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د اووم تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال

کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره سم، ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لیک، د حکومتي رهبرانو او سیاسي مشرانو غبرګونونه ښودلي.

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک په ځواب کې وايي، دوی د دې لیک په اړه اندېښمن نه ‌دي، نه‌یې په دریځ کې بدلون راغلی او نه به هم راشي.

انتوني بلېنکن په خپل لیک کې له افغان ولسمشره او د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله څخه غوښتي، چې د سولې بهیر ګندی کړي.

امرالله صالح په دوشنبه د مارشال محمد قسیم فهیم اووم تلینغونډې ته په خپله وینا کې د بلېنکن لیک ته په اشارې وویل، حکومت به د ۳۵ ملیونه افغانانو په برخلیک او د خلکو په غوښتنه او اساسي حق چې رایه ده، معامله ونه‌کړي.

صالح زیاتوي: "ولې تسلیمېدل، داسې سوله چې د امر په ډول وي او په دې ډول رسنیز شور سره چې غواړي موږ په دېګ کې واچوي او بیا ترې یو څه د سولې په نوم راوباسي، هېڅکله ‌یې نه ‌منو. موږ سوله کوو، باعزته سوله، داسې سوله چې ټول لوري پکې وساتل شي او دا اوسنی ګډون له‌منځه ولاړ نه ‌شي."

د انتوني بلېنکن په لیک کې د افغانستان د شخړې حل لپاره د امریکا پر طرحه ټینګار شوی دی.

په دې لیک کې لیکل شوي چې امر له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان د سولې په اړه د یوه لیدلوري د پیدا کېدو لپاره د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د خبرو او بحث لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

بل‌خوا په سیاسي او امنیتي چارو کې د جمهور رئیس غني لوړپوړی سلاکار محمد محقق وايي، امریکا په دې ډول بې‌پروا طرحې سره غواړي هر څه ژر په افغانستان کې خپل مأموریت پای ته ورسوي او خپل عسکر له افغانستان وباسي.

محمد محقق د مارشال محمد قسیم فهیم تلین غونډه کې د وینا پر مهال
محمد محقق د مارشال محمد قسیم فهیم تلین غونډه کې د وینا پر مهال

هغه ټینګار کوي چې امرانه او فرمایشي سوله پایله نه‌لري.

محقق زیاتوي: "د دوی د سرود پیغام دا دی چې دوی د افغانستان له ملي جوړښت سره بلدتیا نه‌لري، یا هم نه‌غواړي چې د افغانستان ملي یووالی او ملي جوړښت ومني. دا د ټولو ناورینونو پیل دی. دوهم په دې پیغام کې دا ویل شوي چې ژبه‌یې د امر په ډول ده. داسې سوله چې ووايي، داسې وکړئ یا هم هغسې، داسې سوله نه‌کېږي. سوله یوه تل‌پاتې پروسه ده چې د ټولو لورو په قناعت راتلی شي."

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، دا لیک کابل ته د خلیلزاد له سفر دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني او ده ته رسېدلی دی.

عبدالله په لږ نرم دریځ سره وايي، افغانان د سولې په روان بهیر کې بېړه نه‌کوي او د بل هر چا په پرتله د سولې د برخلیک په اړه خپله ښه پرېکړه کولای شي.

نوموړی وايي: "که نن هم له بهرني شکایت وکړو، پرون مو ترې درلود، دا بهرنی شته، دا بهرنی په ټولې نړۍ کې شته، اغېز هم لري، ښه هم دی او بد هم. خپل افراط او تفریط ته هم باید وګورو چې موږ څه ډول نظر درلود."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل لیک کې د ۹۰ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت وړاندیز کړی.

په دې لیک کې همدا ډول راغلي چې تر مې میاشتې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتو بهیر لا هم تر ارزونې لاندې دی او له طالبانو سره د امریکا د سولې د شوي تړون په اړه هم ارزونه بشپړه شوې نه‌ده.

XS
SM
MD
LG