د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان بشپړ واک غواړي: محب


حمدالله محب
حمدالله محب

د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، طالبان د سولې مذاکرات نه بلکې مکمل واک غواړي.

په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، محب ويلي طالبان د سولې په خبرو کې دلچسپي نه لري. هغه د فرورۍ په ۱۳مه، په کابل کې د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي برخې له چارواکو سره په ګډه خبري ناست کې وویل: "طالبان نه غواړي چې مذاکرات وکړي. هغه اطلاعات او معلومات چې موږ یې لرو، هغه دا دي چې طالبان مطلق واک غواړي. بیا هم تکراروم، طالبان مطلق قدرت غواړي. دوی په هیڅ صورت نه غواړي، چې له چا سره مشارکت ولري. که مشارکت هم ولري او هغه کسان چې دوی ته تسلیم شي...که هغوی ته یو څه ورکول هم، هغه به د طالبانو په خوښه وي."

محب په دې وروستيو کې روس، ايران، مرکزي اسيا او ځينو نورو هېوادونو د طالبانو ته په تګ هم نيوکې وکړي او زیاته یې کړه چې طالبانو په قطر کې افغان پلاوي سره د خبرو لپاره کښېناستو پر ځای سفرونه روان کړي.

په دې خبري غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر، شاه محمود میاخېل په تمه وښوده چې طالبان به سوله وکړي خو ټینګار یې وکړ که دوی جګړې ته پلان لري، له ځنډ پرته به افغان ځواکونه له فعال دفاعي حالته ووځي او حمله به پرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت يا اين ډي ایس مشر، احمد ضیا سراج خبريالانو ته وويل چې په تېره یوه اونۍ کې یې۲۲۴ تنه نیولي چې ۱۳۰ کسانو یې په ترهګریزو کړونو کې لاس درلود.

طالبانو د افغان چارواکو د دې وروستيوو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دې ويلي. خو د دوی د قطر د دفتر مرستيال مشر، عباس ستانکزي دوه اونۍ مخکې ويلي وو چې د سولې لپاره ضرور ده چې محمد اشرف غني د افغانستان له ولسمشرۍ ليري شي. افغان حکومت دا غوښتنه د خندا وړ بللې وه.

د افغان سولې مذاکرات او د پاکستان کردار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG