د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو کان کې چاودنې شپږ کانکیندونکي وژلي


د بلوچستان په مارواړ سیمه کې چې له مرکز کوټې څخه پر ۶۰ کلومیټرۍ پرته ده، د سکرو/کویلې په یوه کان کې له چاودنې شپږ کانکیدونکې وژل شوي دي.

پېښه د چارشنبې په ورځ په یوه شخصي کان کې رامنځ ته شوې ده. د پېښې ښکار پینځو کانکیندونکیو مړي یې نن سهار وختي او د یوه هغه یې پرون رااېستلی وو.

نوموړی وايي، پېښه له میتېن ګېسه رامنځ ته شوې او ورپسې چاودنه شوې وه. دی زیاتوي له چاودنې وروسته ژغورندویانو ته د مړیو په را-اېستلو کې ځنډ راغلی وو.

د پاکستان سکرو کانکیندونکیو اتحادیې مشر سلطان لا لا پر پېښه سخته خواشیني څرګنده کړې او مشال راډیو ته یې وویل، چې د پېښې ښکار کان کې د هوا را-اېستلو لپاره هېڅ انتظام نه وو شوی چې نوموړي یې زمه واري د کانونوپر چیف انسپېکټر محکمې ورواچوله. دی ادعا کوي چې د کانونو څارنې ادارې د ناغېړي له لاسه د دکۍ سکرو/کویلې کانونه یوه قتل ګاه بل کېږي، هلته به داسې ورځ نه وي چې په کانونو کې دې یو پېښه نه وي شوې او څوک دې وژل شوی نه وي.

دلته داخبره د یادوني وړ ده چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کوټې او سیوي په منځنۍ او غرنۍ سیمه مارواړ کې اته کانکېندونکې د کرد کول کمپنۍ په یوه کان کې د کویلې له رااېستلو په کار بوخت ول چې ناڅاپه پکې د ګیسو چاودنه وشوه او په نتیجه کې یې کان ونړېدلو. دغه ډول هلته اته واړه کانکیندونکي پکې بند پاته شول. له پېښې وروسته ژغورندویان ورورسېدل او دوه تنه یې وژغورل خو شپږ تنو پکې ژوند وبایللو.

دلته داخبره هم د یادوني وړه چې په بلوچستان کې هر کال د سکرو/کویلې کانونو کې مرګونې پېښې کېږي چې یوازې سږ کال پکې تر اوسه ۵۱ کانکیندونکي وژل شوي دي. په دوی کې هغه ۱۰ تنه هزاره ګان هم دي چې د سږني کال د جنورۍ په میاشت کې د مچ په سیمه کې وسله والو کسانو ووژل.

د کانونو څارنې سرکاري کارمندان
د کانونو څارنې سرکاري کارمندان

د پاکستان سکرو کانونو کانکیندونکيو مرکزي ټولنه (سنټرل کول ماین ورکرفیډریشن) د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ز کال په بلوچستان کې د سکرو کانونو په پېښو کې ۲۰۸ کانکیدونکي وژل شوي وو چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې یا هم د افغانستان وګړي ول.

په پاکستان کې د سکرو کانونو لپاره نن هم د ۱۹۲۳ قانون کارول کېږي چې د دې ملک تر خپلواکۍ وړاندې د انګریزانو په واکمنۍ کې جوړکړی وو او د دې قانون لاندې که چيرې په کان د مالک د ناغېړۍ او لاپرواهۍ له لاسه یوه پېښه کېږي د کان مالک ته ۲۰ زره روپۍ جرکانه ټاکل شوې ده.

د سکرو کانکیندونکیو ټولنې مشران وايي، پکار ده چې د کانکیندونکو د حفاظت لپاره نوی قانون جوړ شي چې پکې د کان څښتن ته د لاپرواهۍ پرسر سخته سزا ورکړل شي.

دوی وايي چې د هېواد په نورو برخو کې په دغه ډول پېښو کې د حکومت له لوري د وژل شوي کس کورنۍ ته پینځه لکه مرسته ورکول کېږي خو له بده مرغه دا مهال په بلوچستان کې د کانکیندونکو د کورنۍ لپاره یوازې دوه لکه روپۍ ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG