د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د وژل شوو ۱۱ کان کیندونکو کورنیو احتجاج پیل کړی 


هزاره ګانو په کوټه کې هم احتجاج کړی دی
هزاره ګانو په کوټه کې هم احتجاج کړی دی

د بلوچستان د بلوڅ مېشته سیمې مچ په ګشترۍ سیمه کې د وسله والو په ډزو کې د وژل شویو ۱۱ کان کیدونکو کورنیو احتجاج پیل کړی دی.

دغه ۱۱ مړي د احتجاج په توګه د بلوچستان له مچ سیمې سیند صوبې ته پر تلونکي لوي سړک ایښودل شوي دي. د دوی کورنیو تر هغه وخته د مړیو له ښخولو انکار کړی تر څو چې د دوی په وینا، د ژوند د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړل شوی.

د مچ پولیسو ویاند نور الله رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د دریمې جنورۍ په شپه شوې ده او په وژل شویو کې زیاتره هزاره ګان دي.

د مچ د لېویز چارواکي وايي‌ وسله وال د دې مزدورانو استوګنځای ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي‌ او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپي شوي هم دي.

شيعه هزاروو د احتجاج په ډول مړي پر سړک ايښي دي
شيعه هزاروو د احتجاج په ډول مړي پر سړک ايښي دي

د کوټې په هزاره ټاون کې هزاره ګانو د دې پېښې پرضد احتجاج کړی او له حکومته یې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنه کړې ده.

د وحدت المسلمین بلوچستان مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي اغا رضا مشال راډیو ته وویل چي دوی یو پلاوی مچ ته لېږلی دی چې د دې پېښې په خپله جاج واخلي. ده زیاته کړه چې پر دې او داسې نورو پېښو به د احتجاج لپاره د وژل شویو کسانو له کورنیو سره سلا مشوره کوي.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال خان د دې پېښې په اړه له صوبايي حکومت او ځايي چارواکو څخه رپورټ غوښتی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د مچ چارواکو ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.

مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو یا کویلې کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.

چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نده منلې. د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي‌ بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي‌ خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې د هزاره قبیلې غړي په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.

XS
SM
MD
LG