د لاسرسي ځای

تازه خبر

مړي ښخ کړئ، درځم خو د بدنامولو ګواښ مه راکوئ: عمران خان


کوټه کې نن پر شپږمه ورځ هم هزارګان له خپلو مړیو سره پر احتجاج ناست دي.
کوټه کې نن پر شپږمه ورځ هم هزارګان له خپلو مړیو سره پر احتجاج ناست دي.

وزیراعظم عمران خان په کوټه کې له هزاره ګانو غوښتنه کړې ده که دوی د مچ پېښې مړي ښخ کړي نو همدا نن (د جنورۍ پر اتمه) کوټې ته ورځي خو د دوی د بدنامولو ګواښ یا بلېکمېلینګ نشي منلای.

دا خبره وزیراعظم د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې د خصوصي ټېکنالوژۍ زونونو د پیلولو پروګرام ته په خپله وینا کې وکړه.

عمران خان وویل پر احتجاج د ناستو هزاره ګانو ټولې غوښتنې یې منلې دي خو احتجاجیان دې د ده د بدنامۍ په ګواښ دا کار نه کوي.

دا له هغې وروسته ده چې د جنورۍ پر درېیمه ۱۱ کانکېندونکي د بلوچستان په مچ سیمه کې وسله والو په ډزو وژلي ول.

د وژلیو اهل تشیع هزاره ګانو خپلوانو د دې پېښې پر ضد د احتجاج په توګه د دوی د ښخولو څخه انکار وکړ.

د پرلتوالو وېنا ده چې وزيراعظم عمران خان نه وي ورغلی او د خوندیتوب ډاډ یې نه ورکړی، تر هغې خپل مړي خاورو ته نه سپاري.

بلخوا مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ او جمعیت علمای اسلام له وزيراعظم عمران خانه غوښتي چې "خپله لویي دې پرېږدي" او زغرده دې په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت ته ورشي.

د جنورۍ پر اوومه (پرون) د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او جمعیت علمای اسلام ف یو مرکزي مشر مولانا غفور حیدري په کوټه کې پر احتجاج ناستو هزاره ګانو سره د پیوستون لپاره پرلت ته ورغلي ول.

پرلتوالو ته خپله وينا کې مريم نواز وويل د "ریاست کار خپلو خلکو او خصوصا زیاتو ځورېدلو خلکو ته تحفظ" ورکول دي، "ریاست د مور غوندې وي" خو ګڼي چې دې "مور خپل حق نه دی ادا کړی."

پر دغه مهال د بلاول بوټو زرداري وينا وه: ''د هزاره ګانو یوازینۍ غوښتنه دا ده چې هغوی دې ژوند ته پرېښوول شي."

نوموړي وویل: "کله چې هم کوټې ته په راغلی یم، نو په خوشاليو کې نه بلکې غم او ګورم کې د ګډون لپاره راځم، ځکه چې په دې ملک کي هرڅه ګران دي خو د انسانانو وینه تویول ارزانه ده او د افسوس خبره دا هم ده چې په ملک نن شهیدان هم پر سړکونو پراته او احتجاج کوي.''

بلاول بوټو زیاته کړه چې هزاره وروڼه له حکومته نور هېڅ نه غواړي تش د خپلځان او بچیانو حفاظت غواړي.

د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د مريم نواز او بلاول بوټو ويناګانو په غبرګون کې په کوټه کې خبري غونډې ته وويل اپوزيشن ګوندونو مشرانو يې تمه لرله چې د سياست کولو پر ځای مظاهرينو ته به ډاډ ورکړي خو "افسوس" چې داسې يې ونه کړل.

کراچۍ کې د مچ پېښې پرضد احتجاجي ناسته
کراچۍ کې د مچ پېښې پرضد احتجاجي ناسته

له اسلام اباد راپورونه وايي چې وزیر اعظم عمران خان به د مچ په پېښه کې د وژلیو کانکیندونکو له کورنيو سره د لیدو لپاره کوټې ته سفر کوي خو ورځ او نېټه لا نه ده څرګنده کړې.

بلخوا د اطلاعاتو وفاقی وزیر شبلي فراز ویلي دي چې د مچ په پېښه کې تورن کسان به "ډېر ژر" ونیول شي خو زیاته یې کړه چې حکومت غواړي وژلي کسان دې ژر تر ژره خاورو ته وسپارل شي.

د جنورۍ پر دويمه او درېيمه شپه د بلوچستان په مچ ښار کې وسله والو پر کان کيندونکو شيعه هزاره ګانو حمله وکړه او ۱۱ یې ووژل.

داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه واري منلې.

وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر شپږمه پر ټوېټر ليکلي چې د دې خلکو په غم کې شريک دی او حاضر دې چې هلته ورشي خوخلک دي خپل مړي ښخ کړي.

بلوه ګرو د کراچۍ هوايي ډګر سره شپږ موټرسایکلونو ته اور اچولی: ۲۰۲۱، ۰۸ جنوري
بلوه ګرو د کراچۍ هوايي ډګر سره شپږ موټرسایکلونو ته اور اچولی: ۲۰۲۱، ۰۸ جنوري

بلخوا د سولې نوبيل انعام ګټونکې ملالې يوسفزۍ د هزاره کان کیندونکو په وژنې د خپګان څرګندونه کړې او له وزيراعظم عمران خان يې خواست کړی چې د متاثرينو کورنيو سره دې ژر تر ژره وويني.

په کراچۍ کې د مچ پېښې پر ضد د ښار په ځینو برخو کې احتجاجي ناستې روانې دي چې له کبله یې نه یوازې ټرافیکي ستونزې جوړې شوې بلکې له تېرو درېوو ورځو راهیسې الوتنې هم نه کېږي.

پولیس وايي، د کراچۍ له هوايي ډګر سره ځینو بلوه ګرو شپږ موټرسایکولونو ته اور اچولی دی.

د مچ پېښه

د اتوار په ورځ (د جنورۍ ۳مه) د مچ د لېویز چارواکو ویلي ول چې بېګا وسله وال د دې مزدورانو استوګنځي ته ننوتي، د هغوی لاس او پښې یې ورتړلي‌ او بیا یې په ډزو وژلي دي. د دوی په وینا په دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او څلور نور کسان ټپيان شوي هم دي. چې ټول یې شییعه هزاره وګړي دي. په وژل شویو کې اووه تنه د افغانستان هزاره وګړي دي.

مچ له کوټې څخه ۶۰ کلومیټره لرې سهېل ختیځ لور ته پروت ښارګوټی دی. هلته د سکرو کانونه دي چې زیاتره پکې د نورو سیمو خلک کار کوي.

د مچ په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې کېږي.

د داسې وژنو دوه اړخونه وي. په ځینو پېښو کې ازادي غوښتونکي‌ بلوڅ وسله وال ذمه واري واخلي‌ خو هغه زیاتره وخت هغه خلک په نښه کوي چې تعلق یې له پنجاب صوبې سره وي.

په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې هم ډېرې کېږي چې زیاتره وخت پکې هزاره ګان په نښه کېږي. د داسې پېښو ذمه واري بیا زیاتره وخت فرقه ییزې وسله والې ډلې ومني.

XS
SM
MD
LG