د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مې تر لومړۍ نېټې به هر بالغ امريکايي ته کورونا واکسين ورسېږي: بایډن


بايډن وايي، دا پلان هم لري چې د واکسين کمپاينونو د ملاتړ لپاره د فعاله موظف ځواکونو شمېر ۶۰۰۰ ته ورسوي.
بايډن وايي، دا پلان هم لري چې د واکسين کمپاينونو د ملاتړ لپاره د فعاله موظف ځواکونو شمېر ۶۰۰۰ ته ورسوي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن هيله ښودلې چې د مې تر لومړۍ نېټې به هر بالغ امريکايي ته کورونا واکسين ورسېږي.

نوموړي دا خبره د مارچ پر ۱۱مه ماښام د يو اعشاريه نهه ټريليونه ډالرو اقتصادي مرستو بنډل لاسليکولو څو ساعته وروسته پر ټېليويژن امريکايي ولس ته د وينا پر مهال وکړه.

بايډن د کورونا وايرس جهاني وبا اعلانېدو لومړۍ کليزې پرمهال په سپينه ماڼې کې په خپله وينا کې هيله وښوده چې د واکسينونو په کارولو سره به دا هېواد د جولای تر څلورمې رخصتۍ، چې د دې هېواد د خپلواکۍ ورځ ده، عادي حالت ته نېږدې شي.

نوموړي پر دې مهال اعلان وکړ چې د ده اداره به له امريکايي ايالتونو سره کار وکړي چې په زياتو روغتيايي مراکزو، درملتونونو، د واکسينو په ولسي مراکزو او نورو ګرځنده مراکزو کې د واکسينو موجودګي باوري کړي.

د بايډن اداره دا پلان هم لري چې د واکسين کمپاينونو د ملاتړ لپاره د فعاله موظف ځواکونو شمېر ۶۰۰۰ ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې اداره يې د ((جنګي حالت)) غوندې پړاو کې ده او د کورونا وبا مهارولو لپاره يې د حکومت ټولې هڅې په کار راوستلې دي.

کورونا وايرس په امريکا کې تر دې دمه تر پينځه لکه ۳۰ زره زيات کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG