د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا "استازو جرګې" د ولسمشر بایډن د کورونا وایرس د مرستو پروګرام منظور کړ


دې سېنېټ په امریکا کې د یو ساعت کار په بدل کې کم تر کم ۱۵ ډالره ورکول ټاکلي دي چې د پخوا په نسبت یې په دې پیسو کې دوه چنده اضافه کړې ده.
دې سېنېټ په امریکا کې د یو ساعت کار په بدل کې کم تر کم ۱۵ ډالره ورکول ټاکلي دي چې د پخوا په نسبت یې په دې پیسو کې دوه چنده اضافه کړې ده.

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر جو بایډن د کورونا وایرس یو اعشاریه نهه ټریلیونه ډالرو د مرستو پروګرام منظور کړی دی.

د فبرورۍ پر ۲۷مه سهار وختي د بیل په حق کې ۲۱۹ رایې وکارول شوې خو هېڅ ریپبلکن استازي خپله رایه ونه کاروله. دا بیل به اوس د ډیموکریټ ګوند اکثریت لرونکي سېنېټ ته وړل کېږي.

جو بایډن په انتخاباتي کمپین کې د یو ساعت کار په بدل کې د څه د پاسه اوو ډالرو پر ځای د ۱۵ ډالره ورکولو ویلي ول. د بایډن د دې مرستو له لارې به زیاتره امریکایانو ته سړي سر ۱۴۰۰ ډالره ورکول کېږي او دغسې په اربونو ډالره به د واکسینو د رسايۍ زیاتولو، د سکولونو بیرته پرانیستو او د ولسي او ریاستي حکومتي ادارو د مرستو لپاره کارول کېږي.

د کورونا وایرس د مرستو پروګرام به د بې روزګاره کسانو د مراعاتو لړ کې او هغو خلکو سره هم مرسته وکړي چې د کورونو کرایې نه شي ورکولای.

ولسمشر بایډن وايي چې دا مرستې به د اقتصادي ستوزنو سره مخ امریکایانو سره کومک وکړي خو د ریپبلکن ګوند غړي وايي چې دا پلان له حده زیات دی او پکې هغه پالیسیانې موجودې دي چې له وبا سره تړلې نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG