د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي له سعودي سره اړیکې ختموي نه خو بدلون پکې راولي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن د فېبرورۍ پر ۲۶مه تر يادو خبرو مخکې د سعودي عربستان پر۷۶ وګړو د ویزې بندیز اعلان کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن د فېبرورۍ پر ۲۶مه تر يادو خبرو مخکې د سعودي عربستان پر۷۶ وګړو د ویزې بندیز اعلان کړ.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير وايي، هیواد يې له سعودي عرب سره اړیکې په اړیکو کې بدلون غواړي.

اېنټوني بلینکېن دا خبرې له هغه څو ساعته وروسته وکړې چې د سعوي د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي پر وژنه "د امريکا استخباراتي معلوماتو خپروېدو" دغه اوږدمهاله اړيکو ته ضربه رسولې.

بلينکېن د فېبرورۍ پر ۲۶مه خبريالانو ته وويل،"موږ چې په خپلو اقداماتو سره څه هم کړي نو په حقيقت کې دا د اړيکې پرې کول نه بلکې بيا سمول او له خپلو ګټو او اقدارو سره په ليکه کې لا نور راوستل دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن هم د فبرورۍ پر ۲۶مه تر يادو خبرو مخکې د سعودي عربستان پر۷۶ وګړو د ویزې بندیز اعلان کړ.

د خاشقجي د مرګ په اړه د غېر مخفي راپور تر خپرېدو وروسته سمدستي په يو بيان کې بلينکېن وويل چې د ولسمشر جوبايډن انتظاميه د سعودي عرب پر هغو وګړو د ويزو بنديزونه لګوي چې "د دوی په اند په بهر کې ژوند کوونکو د سعودي مخالفينو په ګواښلو کې ښکېل پاتې دي خو دا يوازې د خبريال تر وژلو پورې محدود نه دي."


دغه راپور چې امريکايي ولسمشر جوبايډن په ډاګه کړ پکې راغلي دي چې سعودي وليعهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ز کال کې په استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژنې منظوري ورکړې وه.

د سعودي حکومت چې په دې پېښه کې د محمد بن سلمان د څه قسمه لاس لرلو تورونه ردوي، په يو بيان کې يې وېلي دي چې دوی د امريکايي راپور موندنې ردوي او خپل هغه پخوانی بيان تکراروي چې د خاشقجي وژنه د يوې بدمعاشې ډلې لخوا يو وحشيانه جرم و.

د سعودي بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي دي چې" د سعودي د سلطنت حکومت د دې هېواد د مشرتابه په اړه په راپور کې دا منفي، دروغ او د نه منلو وړ ارزونه په بشپړه توګه ردوي او د يادونې ده چې په راپور کې معلومات او نتيجې ناسمې دي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG