د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتانه مترقي لیکوال نوې کابینه او د لونګین اپریدي مرکه


د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د پښتانه مترقي لیکوال د نوې کابینې د جوړېدو په اړه تفصیلي راپور او بیا د خیبر ضلعې د یو خوږ ژبي شاعر نیازجان لونګین اپریدي سره مرکه درته وړاندې کوو.


د پښتو ادب په وده کې ادبي جرګو خپل رول لوبولی دی. په افغانستان او پاکستان کې دا مهال ګڼې ادبي جرګې فعالې دي چې وخت په وخت غونډې کوي او د ادیبانو د هنر په ځلولو کې فعاله ونډه اخلي.

پښتانه مترقي لیکوال په نوم ادبي تنظیم شپږ کاله وړاندې تاسیس شو چې تر اوسه یې ګڼې غونډې کړي، کتابونه او مجلې یې چاپ کړي او نوي ادیبان او شاعران یې مخې ته راوستي دي.

د مجلې په دې ګڼه کې د یادې ادبي ټولنې په اړه یو مفصل راپور اورېدلی شئ چې پکې د پښتانه مترقي لیکوال د پخواني مشر ډاکټر محب وزیر او همدا رنګه د اوسني مشر ډاکټر لیاقت تابان سره خبرې شوې دي.

د مجلې په دوهمه برخه کې د خیبر ضلعې د یو خوږ ژبي شاعر نیاز جان لونګین اپریدي سره مرکه شوې ده. لونګین اپریدی د تیرا د راجګل سیمې سره تعلق لري. نور تفصیل د مشال راډیويي مجلې په غږیزه برخه کې:

د مجلې تازه ګڼه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG