د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالرحیم روغاني د یاد شمعې بلوو


د عبدالرحیم روغاني ازشیف انځور

د مشال راډیويي مجلې قدرمنو اورېدونکو په دې خپرونه کې د پښتو د خوږ ژبي شاعر عبدالرحیم روغاني په یاد غږېږو.

هغه سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه له ورپېښې ناروغۍ وفات شو، خپل مینه وال یې غمجن کړل او د تللو د قافلې ملګری شو. نوموړي خوا شا ۷۰ كاله وړاندې په مټه سوات کې نړۍ ته سترګې غړولې وې خو د هغوی مشران کلونه پخوا د دیر له ډوکدرې سوات ته کډه شوي وو. په دیر کې اوس هم د روغانیانو کلی موجود دی او هغوی هلته استوګنه لري.

د هغه د نظم او نثر ګڼ کتابونه چاپ شوي. لومړی کتاب یې په ۱۹۹۲ کال کې چاپ کړی و چې اول یې ورته تاریاک نوم غوره کړی و خو بیا وروسته یې نوم بدل کړ او نوې نغمه نامه یې پرې کېښوده. د نوې نغمې ترڅنګ د عبدالرحیم روغاني نور کتابونه هم چاپ شوي چې ځورېدلي احساسات، سندریز احساس، خود غرض، د رڼا څاڅکي، سندرې او خبرې او کوربانه خیالونه د یادولو وړ دي.

د هغه کتاب خود غرض په ۲۰۱۹ کال کې په لندن کې په انګریزۍ ژبه هم چاپ شوی چې The Sacred Spirit Of Selfishness نومېږي او په ان لاین یا پرلیکه د خرڅلاو لپاره اوس هم په ایمازون بازار کې موجود دی. دا کتاب د لندن یو نایتډ پي سي ادارې خپور کړی او له پښتو عبدالقاسم سواتي او پروفیسر رحم غني انګریزۍ ته اړولی دی.

د مشال مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:34:38 0:00

روغانی یو له هغو شاعرانو څخه دی چې قطعې یې زیاتې لیکلې دي. کلونه په خوا په نوښار کې د یوې مشاعرې پر مهال چې هغه خلکو ته خپلې ترسکونې قطعې یا څلورېزې واورولې نو د هغې مشاعرې مشرانو په شریکه نوموړي ته د بابای قطعه لقب ورکړو. اوس هغه په هم دې نوم هم یوه پېژندګلوي لري. خو لیکوال او څېړونکی همایون مسعود وايي: د روغاني شاعري یواځې تر قطعو پورې محدوده نه وه. د همایون مسعود په وینا روغاني په غزل، نظم او نثر کې هم نادره کار کړی دی او په هره لاره کې یې له نورو جلا پنځونې کړې دي چې پښتانه قدردان به یې تل یاد ساتي.

لیکوال، شاعر، ژباړن او د قانوني چارو پوه عطا الله ایډوکیټ وايي، روغانی په انسانیت مین شاعر و. نوموړی وايي، که افلاطون ژوندی وای او د روغاني شاعري یې اورېدلې وای نو د خپل تصوراتي ریاست نه به یې شاعر هېڅ کله نه و لرې کړی.

عطاالله ایډوکیټ د افلاطون د ریاست کتاب حواله ورکوي چې پکې نوموړي ویلي وو د هغه په خیالي جمهوریت کې به د شاعر ځای محدود وي، هغه به د معبود حمدونه او یا هم د وطن حماسې شعرونه وايي، تر دې ها خوا ورته هغه نور ځای نه شي ورکولی. خو عبدالرحیم روغاني ته خلکو په خپلو زړونو کې ځای ورکړی و. د هغه ملګری شاعر سراج الدین سراج وايي، روغاني د مظلومې طبقې لپاره شاعري کړې وه. د نوموړي په وینا د روغاني په شاعرۍ کې بې له هر ډول توپيره د مظلومو انسانانو غږ اورېدل کېږي.

روغاني درې زامن او اووه لوڼې درلودې. عرفان د عبدالرحیم روغاني د مشرۍ لور زوی دی او خپل نیکه ته ډېر نږدې پاتې شوی دی. نوموړی وايي، نیکه یې پر ژوند مین سړی و او هغوی ته یې تر وروستۍ سلګۍ تسلي ورکوله چې هغه به ښه شي او په خپلو پښو به ودرېږي. خو درېغه چې داسې ونه شول، عرفان خپل نیکه او پښتنو یو لوی شاعر بایلوده. لمسی یې عرفان وايي، پښتنو پر ژوند او مرګ د هغه نیکه ته ډېر درناوی ورکړی دی.

خبره چې د روغاني صیب د کورنۍ او قام شوه نو لکه چې مخکې مو یادونه وکړه چې د هغوی مشران لسګونه کلونه پخوا د دیر له ډوګدرې سوات ته تللي وو نو د هغه په مرګ د دیر د روغانیانو یو پلاوی د سیدو شریف ګلکدې ته ورغلی و او خپل یو شاعر خپلوان یې د اوښکو په بدرګه کې د خاورو سینې ته له ډېرو ارمانونو سره یو ځای سپارلو. په دغه ډله کې شېزرمان شېر روغانی هم و، هغه مشال راډیو ته وویل، عبدالرحیم روغانی یواځې د هغوی قبیلې لپاره نه بلکې د ټول پښتون ټبر لپاره یو منلی شحصیت و.

سراج الدین سراج د عبدالرحیم روغاني نږدې ملګری شاعر و او د هغه سره یې دومره مینه وه چې خپل شعرونه به ورته په یادو یاد وي کنه خو د روغاني هغه ورته ټول په یادو یاد دي. هغه وايي، د روغاني داسې نادره شاعري هم ورته په یادو یاد ده چې تر اوسه بل ځای نه ده چاپ شوې او نه هم چا اورېدلې ده.

عطا الرحمان عطا د سوات د جهانزیب کالج د پښتو څانګې مشر دی. هغه مشال راډیو ته وویل، روغانی د خپل اصلوب له مخې یو نادره شاعر و او د هغه د مړینې له وجې چې کومه تشه پیدا شوې، هغه به په ډېره ګرانه ډکېږي. نوموړی وايي، دا د نوو لیکوالو او څېړونکو دنده ده چې د عبدالرحیم روغاني پرفن څېړنې وکړي او د هغه د ادبي سفر هغه دریڅې هم پرانېزي چې تر اوسه نه دي پرانېستل شوي.

عثمان ولس یار هم په دې نظر دی چې د روغاني په شان شخصیتونه په یو قام کې په پېړیو کې یو ځل نیم پیدا کېږي نو پکار ده چې حکومت نه یواځې په ژوندوني داسې کسان ونازوي چې له بده مرغه د عبدالرحیم روغاني په قضیه کې داسې نه دي شوي، بلکې د هغوی له مرګه وروسته دې هم د هغوی په نومونو کتابتونونه، سکولونه او پوهنتونه جوړ کړي. همایون مسعود بیا په دې نظر دی چې لوی خلک هېڅکله نه مري، هغوي په فزیکي لحاظ له خلکو جدا شي خو د خپلو افکارو او د پنځول شوو هنرونو له لارې تل د خلکو په زړونو کې موجود وي. برهان الدین حسرت د سوات سیمې یو فرهنګي شخصیت هم په دې نظر دی چې د پښتنو نوی کهول به د عبدالرحیم روغاني په شان خواږه مشران هېڅکله هم نه هېروي او د هغوی له مرګه پس به هم د هغوی د یاد شمعې بلوي.

XS
SM
MD
LG