امریکا د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک دوه چارواکي په تور-لسټ کې شامل کړي دي.
پر دوی تور دی چې په ایران کې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ز کال کې شویو احتجاجي مظاهرو کې یې د بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د مارچ پر نهمه په یو بیان کې وویل چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک دوه پلتونکي چارواکي علي همتیان، مسعود صفدري او د دوی کورنۍ نېږدې غړي اوس امریکا ته داخلیدو لپاره نااهله ګرځول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې دواړه د احتجاجونو پر مهال د مظاهرچیانو او سیاسي بندیانو په شکنجه کولو، ځورولو او هغوی ته په غیرانساني سزاګانو ورکولو کې ښکېل دي.
ایرانيو چارواکیو سمدلاسه په دغه اړه لا څه نه دي ویلي.