د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ ویاند څرګندونو ته د ورکو بلوڅانو کورنیو غبرګون


د ورکو بلوڅانو کورنیو په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو
تصویر ارشیف
د ورکو بلوڅانو کورنیو په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو تصویر ارشیف

د ورکو کسانو موندلو فعالين وايي، د لادرکو خلکو د ستونزې هوارولو په اړه د پاکستاني پوځ د ویاند څرګندونو خوشبينه کړي البته زیاتوي چې هله به باوري شي چې کله دغه کسان خوشي شي.

د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنۍ ميډيا له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د شپږو زرو کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د څلور زرو مقدمې حل شوې او د پاته نورو هغو به ډېر ژر حل شي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کړې دي چې په دا وروستيو کې په پاکستان کې د ورکو کسانو د لټون لپاره فعالو سازمانونو او سياسي ګوندونو دا موضوع په شدت سره راپورته کړې ده.

په دې لړ کې د ورکو بلوڅانو ۲۰ کورنيو د فبرورۍ له لومړۍ بیا تر یوولسې نېټې پورې په اسلام اباد کې احتجاج کړی وو چې د حکومت له خوا د دې ستونزې د حل کولو تر ډاډ وروسته يې ختم کړ.

نصرالله بلوڅ هم په دې احتجاج کې شامل وو. نوموړي د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د پوځ د وياند تازه څرګندونو خوشبينه کړی دی.

هغه زياته کړه چې په اسلام اباد کې يې له وفاقي وزيرانو سره د ملاقات پر مهال احساس کړه چې حکومت د دې ستونزې په هوارولو کې جدي دی.

نصرالله بلوڅ چې د وروکو بلوڅانو موندلو سازمان، (بلوچ مسنګ پرسنز ارګنايزېشن) مشر هم دی خواست وکړ چې حکومت دې ټول ورک کسان خوشې کړي.

''موږ دا يو ښه ګام ګڼو او خواست کوو چې حکومت دې د عامې معافۍ اعلان وکړي او ټول ورک کسان دې خوشي کړي. دا يوه ښه موقع ده ځکه چې حکومت او پوځ د دې ستونزې په اړه سره هم نظره دي.''

د ورکو کسانو کورنۍ، په دې اړه فعاله تنطيمونه او د بشري حقونه سازمانونه د پاکستان پوځ د خلکو په لادرکولو کې په لاس لرلو تورنوي خو پوځ تل دا الزام رد کړی دی.

د بلوڅانو د اسلام اباد په احتجاج کې حسيبه قمبرانۍ هم ګډون درلورد. دا تور لګوي چې د ۲۰۲۰ زکال فبرورۍ په مياشت کې امنيتي ادارو د دې ورو حسان او د تره زوی حزب الله ورک کړي ول.

د پوځ د وياند تازه څرګندونو دا هم هیله منه کړې ده او وايي چې ښايي دا ستونزه نوره حل شي.

''اوس چې زموږ دا مسيله په شدت سره راپورته شوې ده نو دا اول وار دی چې د رياست يو کس وايي چې په جبري توګه د ورکو کسانو ستونزه به حل کړي يعني دوی دا مني چې دا يوه ستونزه ده.''

حسيبه قمبرانۍ تمه کوي چې دا مسله به نه يوازې حل شي بلکې د تل لپاره به ختمه شي. دا هيله منه ده چې اوس به ښايي د ورکو کسانو په موندلو او خوشي کېدو کې تېزوالی راشي.

د خلکو ورکول د بشري حقونو له پلوه د پاکستان تر ټولو مهمه ستونزه بلل کېږي. په دې هېواد کې زياتره ورک کسان پښتانه، بلوڅان او سنديان دي. د بلوڅانو په زوره ورکېدو لړۍ د پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف په واکمني کې هغه مهال شروع شوه کله چې ځينو بلوڅ ډلو له پاکستانه د جلاکېدو لپاره په ټيټه کچه ځای پر ځای چاودنې وکړې.

د نصرالله بلوڅ تره عمر اصغر بنګلزی هغه لومړی بلوڅ وو چې د ۲۰۰۰ زکال په جون مياشت کې ورک شو چې تر نن پورې ورک دی. په سنديانو کې بېلتونپاله يا د هغوی خواخوږي لا درکه دي خو پښتانه بيا په ۲۰۰۳ زکال کې د ترهګرۍضد پېل شوې جګړې پر مهال ورکو شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هغه سازمان دی چې په ۲۰۱۸ز کال کې له جوړېدو سره سم يې د ورکو پښتنو موضوع په شدت سره راپورته کړې ده او عوامي نېشنل ګوند هم د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه په خيبر پښتونخوا کې د ورکو کسانو د موندلو په اړه مظاهرې کړې وې.

پي ټي اېم د ورکو کسانو په اړه يوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده چې مشري يې عالمزېب مسود کوي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه مشال راډيو ته ويل چې د پوځ د وياند له خوا دا ویل چې د ورکو کسانو ستونزه به ژر حل شي دوی هېله من کړي دي خو البته د ده په خبره باید دا څرګندونې په عمل کې هم ثابتې شي.

هغه زیاته کړه چې پخوا يې داسې ليدلي چې کله د ورکو کسانو د خوشي کولو ډاډ ورکړل شوی او ځينې پکې خلاص شوي هم دي نو ورسره د ده په تور نور کسان اوچت کړل شوي هم دي.

عالمزېب تور پورې کوي چې په ۲۰۱۸ز کال کې ډېر ورک کسان خوشي شول خو هم په دې کال ورسره زيات کسان ورک هم شول.

البته د نوموړي د دې ادعا په حکومتي کچه تصديق نه دی شوی.

د ورکو کسانو په اړه متضادې شمېرې ورکول کېږي. بلوڅان ادعا کوي چې تر ۵۰۰۰ زره زيات کسان ورک دي او عالمزېب مسود وايي چې د دوی د فهرست مطابق په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې ۳۸۰۰ کسان ورک دي.

خو په دې اړه د حکومت تحقيقاتي کميشن وايي چې له دوی سره ۶۰۰۰ کسانو د لادرکی شکايتونه درج شوي چې پکې ۴۰۰۰ حل شوي دي.

په دې اړه مو د واکمن ګوند تحريک انصاف له استازو سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو بریالی نشو البته د بلوڅانو تر احتجاج وروسته د مرکزي حکومت وزيرانو په وار وار ويلي چې دوی نوره دا ستونزه هواروي.

حکومت وايي په زوره د خلکو د ورکو کولو په اړه قانون جوړوي چې په اخري مرحله کې دی. د دې ترڅنګ د پاکستان وزيراعظم د مارچ په میاشت کې د ورکو بلوڅانو له استازو سره د ليدو ژمنه کړې ده.

د ورکو کسانو په اړه د تحقيقاتي کميشن مشر جسټس جاويد اقبال هم د ورکو بلوڅانو له کورنيو سره د ملاقاتونو پر مهال ډاډ ورکړی چې دا موضوع به جدي اخلي او په راتلونکې کې به د کميشن په اورېدونو کې پخپله حاضر وي.

XS
SM
MD
LG