د 'امن او ثبات' په دغه دوه ورځني کنفرانس کې پر افغان چارواکو او سیاستوالو سربېره د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو ګډون کړی و او د ډیورنډ دواړو غاړو ته د امن راوستو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د کنفرانس د دوهمې ورځې ویناوالو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم شامل وو.
د سرحدونو وزارت د دفتر رئیس مجیب لحاظ ووایي، ولسمشر غني د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې د یوه داسې حالت په خاطر کار کوي چې په پښتونخوا او د کرښې دې خوا ته امن، سوله او ثبات واوسي.
دغه کنفرانس د افغانستان د سرحدونو وزارت په کوربهتوب جوړ شوی و.