د نړۍ د کېتولیکو عیسایانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د عراق په نجف ښار کې له ځواکمن شیعیه رهبر ایت الله علي السیستاني سره ملاقات کړی دی.
د مارچ په شپږمه شوی دا ملاقات، عراق ته د رومن کاتولیک عیسیایانو د مذهبي مشر د لومړي سفر په مهال شوی دی.
واتیکان په یوه بیان کې ويلي چې د بندو دروازو تر شا په دې کتنه کې پاپ هڅه وکړه چې د سوله ییز ګډ ژوند او د عراق د عیسايي ټولنو د پیاوړي کولو پیغام ورسوي.
السیستاني له لیدنې وروسته په یوه بیان کې ويلي چې عراقي عیسایان باید په سوله کې ژوند وکړي او د نورو عراقیان په څېر له ټولو حقونو برخمن شي.