د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: چاوڼۍ مخې ته د جنډوله اوسیدونکو احتجاج دوام لري


دوی وايي، ۱۷۳ دوکانونه یې جوړ شوي دي خو نور لا هم داسې پاتې دي.
دوی وايي، ۱۷۳ دوکانونه یې جوړ شوي دي خو نور لا هم داسې پاتې دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د جنډوله سیمې خلکو احتجاج دوام لري. دوی له تېرو پنځو ورځو راهېسې هلته پرلت غځولی.

دوی وايي، پوځ چې په ۲۰۰۹کې عملیات کول نو د هغوی کورونه هم پکې ړنګ شوي وو چې د جوړولو لپاره یې تر دې دمه معاوظه نه ده تر لاسه کړې.

احتجاج کوونکي د خپل پرلت د لمن د غځولو دړکه کوي
احتجاج کوونکي د خپل پرلت د لمن د غځولو دړکه کوي

یو احتجاج کوونکي عبیدالله بیټني د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو خلاف د اپریشن راه نجات پر وخت دوی کډوال شول، کورونه یې ړنګ شول او د جنډوله بازار په مکمله توګه تباه شو خو معاوضه ورته تر اوسه نه ده ورکړل شوې او نه هم ورته کوم چارواکی د دوی غوښتنو اورېدو ته ورغلی دی.

ده وویل چې ۱۷۳ دوکانونه یې جوړ شوي دي خو نور لا هم داسې پاتې دي.


د ټانک ځايي انتظاميې د احتجاج کوونکو د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو تېره اوونۍ د ډیره اسماعیل خان کمېشنر یحی اخونزاده مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې ۵۰ فیصده دوکانونه وار له مخه جوړ شوي او د پاتې نورو د تعمیرولو منظوري ورکړل شوې ده.

احتجاج کوونکو وویل، که د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو مجبور به شي چې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر کور مخې ته خپل پرلت وغځوي.

په دې اړه بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG