د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې بمي چاودنې یو قومي مشر وژلی


چارواکي وايي، دا پېښه د مارچ د شپږمې پر سهار رامنځ ته شوې چې پکې د ملک هاشم همدرد په نوم یو ځايي مشر وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د هدفي وژنو د اکثرو نورو پېښو په شان په دې پېښه کې هم له مقناطیسي بم نه کار اخېستل شوي چې پر موټر پورې نښلول شوی و. ملک هاشم همدرد د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې وکیل ګذر و.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي پېښه تاییدوي او له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کوي خو د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي چې د پېښې له ځایه روغتون ته یو مړی وروړل شوی دی.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکرات له ځنډ سره مخامخ دي او هڅه روانه ده چې خبرې اترې ژر پېل شي.

د تازه پېښې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG