د پاکستان وزیراعظم سبا ( د مارچ پر شپږمه ) له قامي اسمبلۍ د باور رایه اخلي.
د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې عمران خان دا څرګندونې بېګا قام ته په وینا کې کړي.
نوموړي ویلي، د عدم اعتماد د رایو بهیر به په شکاره کېږي او حتی د هغوی د ګوند تحریک انصاف غړي هم کولی شي، د هغه خلاف رایه ورکړي.
نوموړي وویل، که د هغوی ملاتړ ورته نه و حاصل نو هغه تیار دی چې د اپوزیشن پر څوکیو کېني.
بل پلو، د اپوزیشن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د نوموړي تر وینا وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د باور رایې پرېکړه به عمران خان نه بلکې پاکستان جمهوري غورځنګ کوي.
عمران خان ملت ته په وینا کې د سېنېټ انتخاباتو پر سر پر انتخاباتي کمېشن او اپوزیشن انتقاد کړی دی.
نوموړي بېګا ولس ته په وینا کې تور پورې کړ چې اپوزیشن په پیسو د پارلېمان د ځینو غړو ووټونه اخیستي.
الېکشن کمېشن د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو ډان ورځپاڼه خبر ورکوي چې کمېشن نن پر دې موضوع غونډه کوي.