د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د سېنېټ انتخاباتو پر سر پر انتخاباتي کمېشن انتقاد کړی


یو کس د ۲۰۲۱ز کال پر څلورمه د وزیراعظم عمران خان ټېلېوېژني وینا ګوري
یو کس د ۲۰۲۱ز کال پر څلورمه د وزیراعظم عمران خان ټېلېوېژني وینا ګوري

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېنېټ انتخاباتو پر سر پر انتخاباتي کمېشن او اپوزیشن انتقاد کړی دی.

نوموړي د مارچ پر څلورمه ولس ته په وینا کې تور پورې کړ چې اپوزیشن په پیسو د پارلېمان د ځینو غړو ووټونه اخیستي.

عمران خان دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د مارچ پر درېیمه په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف او د اېتلافي ګوندونو پر اکثریت سربېره، د اپوزیشن ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) نوماند یوسف رضا ګېلاني له اسلام اباده د سېنېټ غړی منتخب شو.

وزیراعظم عمران خان وویل، انتخاباتي کمېشن د ښکاره پر ځای د پټو رایو له لارې د سېنېټ انتخاباتو کولو پرېکړه وکړه.

ده وویل، د رڼو انتخاباتو باوري کول د انتخاباتي کمېشن تر ټولو لویه ذمه واري ده.

وزیراعظم له کمېشنه وغوښتل چې د تحریک انصاف د هغو سیاستوالانو نومونه دې ښکاره کړي چې د ده په وینا، خرڅ شول.

الېکشن کمېشن د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د ۲۰۲۰ز په ډېسېمبر کې یې سپریم کورټ ته ویلي ول چې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د سېنېټ انتخابات باید په پټو ووټونو وشي.

د پاکستان سپریم کورټ هم د مارچ پر لومړۍ د ولسمشر عارف علوي د درخواست په غبرګون کې د پټو ووټونو په حق کې رایه ورکړه.

علوي په ډېسېمبر کې له سترې محکمې غوښتي ول چې د پاکستان د ایین ۲۲۶مه ماده دې ورته تشریح کړي.

د پاکستان د ایین ۲۲۶مه ماده وايي چې د هېواد د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړي به د پټو ووټونو له لارې سېنېټران ټاکي.

عمران خان زیاته کړه چې دې حالت ته په کتو له قامي اسمبلۍ د باور رایه غواړي او که یې ترلاسه نه کړه نو د وزیراعظمۍ دنده پرېږدي.

د اپوزیشن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د نوموړي تر وینا وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د باور رایې پرېکړه به عمران خان نه بلکې پاکستان جمهوري غورځنګ کوي.

ده زیاته کړه چې د اسلام اباد څوکۍ ته د حکومتي نوماند عبدالحفیظ شیخ ناکامي ښيي چې د تحریک انصاف ګوند سیاستوالان هم پر عمران خان باور نه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG