د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد سېنېټ چوکۍ بایللو پس عمران خان له قامي اسمبلۍ د باور رایه اخلي


د سېنېټ په ټاکنو کې د پاکستان جمهوري تحریک د کاندید له کامیابۍ وروستو وزیر اعظم عمران خان له پارلیمنټه د اعتماد ووټ اخیستو فیصله کړې ده.

د وزیراعظم د دې پرېکړې اعلان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مارچ پر درېیمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وکړه.

نوموړي وویل چې د دې ګام موخه دا ښکاره کول دي چې په اسمبلۍ کې اکثریت له حکومت سره دی که له اپوزېشن سره.

د سېنېټ په ټاکنو کې د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو له مخې د اسلام اباد نه د هغوی نوماند عبدالحفیظ شېخ د پخواني وزیراعظم او د پاکستان پیپلز ګوند له یوه مشر یوسف رضا ګیلاني نه ماتې وخوړه.

د بهرنیو چارو وزیر په دې خبري غونډه کې دا هم وویل چې پیپلز پارټۍ د سینیټ د اسلام اباد سیټ د منفي تاکتیکونو په کارولو سره ګټلی دی.

پخوانی وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلانی
پخوانی وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلانی

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د ګیلاني ګټه د جمهوریت ګټه بللې ده. د مخالفو ګندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ ویاند میا افتخار حسین په چارشنبه مشال راډیو ته وویل، که د وزیراعظم د باور اخېستو بهیر هم د سېنېټ د انتخاباتو غوندې په پټه ترسره شي نو د عمران خان بایلل حتمي دی.

د سېنېټ ۳۷ خالي سیټونو لپاره د مارچ پر درېیمه (پرون) ټاکنې وشوې. د دغو سیټونو د ډکولو لپاره د ۷۸ کسانو ترمنځ مقابله وه. د لومړنیو غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو له مخې په دغو ۳۷ سیټونو کې واکمن تحریک انصاف ګوند ۱۳ او پاکستان پیپلز پارټۍ ۸ سیټونه ګټلي دي.

په نورو ګوندونو کې بلوچستان عوامي پارټۍ شپږ، جمیعت علمای اسلام (ف) درې، عوامي نیشنل پارټۍ او متحده قامي مومنټ دوه دوه او بلوچستان نیشنل پارټۍ د سینېټ یو سیټ ګټلی دی.

دا ځل د سېنېټ د ۴۸ خالي سیټونو لپاره باید ټاکنې شوې وای خو دا چې د پنجاب پر ۱۱ سیټونو وار له مخې بې له مقابلې سېنټران ټاکل شوي وو، نو د مارچ درېیمې (پرونۍ) ټاکنې د ۳۷ سیټونو لپاره وې.

XS
SM
MD
LG