د بې پولو خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو د وژنو د بندېدو غوښتنه کړې.
د دې ټولنې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني د مارچ څلورمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو او عملي اقداماتو اړتیا ده.
په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو له کبله اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوي چې د مارچ پر دویمه په جلال اباد کې په دوو جلا حملو کې د انعکاس ټېلېوېژن درې کارکوونکې ووژل شوې.
د دې بریدونو ذمه واري وسله والې ډلې داعش منلې.
معیني زیاته کړه چې افغان حکومت، امریکا، جرمني او فرانسه دې د جرمونو د نړیوال عدالت په پلټنو کې د دې جنایتونو د ورشاملولو په موخه د بې پولو خبریالانو د ټولنې د غوښتنې ملاتړ وکړي.
له ۲۰۲۰ز کال راهیسې په افغانستان کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي په ګډون لږ تر لږه ۱۰ خبریالان وژل شوي.