د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ماشومان د علاج لپاره ولې پنجاب یا نورو صوبو ته وړل کېږي؟


ډاکټران وايي، چې د خیبرپښتونخوا په اکثرو روغتونونو کې د ماشومانو لپاره د ځانګړو وارډونو او نرسریانو ترڅنګ د ای سي یو او د ماشومانو د ماهره ډاکټرانو کمی دی خو حکومت ورته پام نه کوي.
ډاکټران وايي، چې د خیبرپښتونخوا په اکثرو روغتونونو کې د ماشومانو لپاره د ځانګړو وارډونو او نرسریانو ترڅنګ د ای سي یو او د ماشومانو د ماهره ډاکټرانو کمی دی خو حکومت ورته پام نه کوي.

په خیبرپښتونخوا کې ځینې ډاکټران او د صحت پر مسلو کارکونکي خبریالان وايي چې حکومت د ژمنو باوجود تراوسه په دې صوبه کې د ماشومانو لپاره دویم ځانګړی روغتون جوړ نه کړ چې له وجې یې خلک مشکلات لري.

د ځوان ډاکټرانو اتحادیې یو مشر ډاکټر رضوان کنډي د مارچ پر دریمه مشال رېډیو ته وویل چې د پاکستان په نورو صوبو کې د ماشومانو لپاره په ځانګړو روغتونونو کې د هرې ناروغۍ علاج کېږي خو په خیبرپښتونخوا کې د ماشومانو ځانګړو هسپتالونو د کمي له وجې د زړه، مغزو او دغسې د نورو غټو ناروغیو د درملنې لپاره خلک ماشومان پنجاب یا نورو صوبو ته وړي.

"په سیند صوبه کې هم د ماشومانو ځانګړي روغتونونه شته او پنجاب بیا زیات جوړ کړي دي. زموږ په صوبه کې د ماشومانو ځانګړی روغتون نه شته. موږ اکثره ناروغان د پنجاب لاهور او ملتان ته وړو. په هره ضلع کې د ماشومانو لپاره ځانګړی روغتون پکار دی ځکه چې نور ډاکټران د ماشومانو په ناروغیو پوره نه پوهېږي، د هغې لپاره د ماشومانو ماهران پکار دي. د ماشومانو د ناروغیو لپاره الات او نور هر څه بېل وي او د لویانو لپاره بېل نو ځکه هم ځانګړی روغتونونه پکار دي."

د پاکستان ډان ورځپاڼې د مارچ پر درېیمه په یوه راپور کې ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې یوازې د پیښور په درې روغتونونو او د ایبټ اباد په یوه روغتون کې د نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره نرسري وارډونه شته خو د صوبې نورې سیمې له دې محرومه دي.

د ډاکټرانو د اتحادیې یو مشر امیر تاج بیا وویل چې د خیبرپښتونخوا په اکثرو روغتونونو کې د ماشومانو لپاره د ځانګړو وارډونو او نرسریانو ترڅنګ د ای سي یو او د ماشومانو د ماهره ډاکټرانو کمی دی خو حکومت ورته پام نه کوي.


په پېښور کې خبریال مشتاق یوسفزی چې اکثره د صحت په مسلو کار کوي، وايي چې د خیبرپښتونخوا حکومت څو وارې د ماشومانو لپاره د ځانګړو روغتونونو اعلانونه کړي خو تر اوسه یې نه دي عملي کړي.

"د نن نه شاوخوا ۱۶ کاله وړاندی د پیپلز ګوند په وخت کې په حیات اباد کې د کیچ په نوم په یوه روغتون کار پیل شوی وو خو هغه تر اوسه پوره نه شو. مردان کې د بې نظیر بټو په نوم د ماشومانو یو روغتون دی چې هغه هم یوازې د ماشومانو لپاره نه دی. په صوبه کې د ډاکټرانو د ای سي یو (د بیړنیو خدماتو) یو ماهره ډاکټر دی چې هغه هم د شخصي کلینیک مالک دی. په روغتونونو کې وارډونه خو شته خو کټونه پکې دومره کم وي چې میندې په مځکه وي او په یو یو کټ کې درې څلور ماشومان وي."

بلخوا د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې ډایریکټر جنرل ډاکټر نیاز له مشال رېډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې د ماشومانو لپاره د ځانګړو اسپتالونو د کمي له وجې خلک مشکلات لري خو هغه وویل چې د دا ډول نورو روغتونونو جوړولو لپاره په یوشمېر منصوبو کار روان دی.

"دا مهال په حیات اباد کې د ماشومانو لپاره د کیچ په نوم ځانګړی روغتون جوړېږي. هغه مکملېدو ته نیږدې دی. دغسې په پیښور کې صفت غیور روغتون هم شته، هلته هم هر څه سم دي. نور د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې په روغتونونو کې د مور او ماشوم د درملنې وارډونه یا مرکزونه شته او هلته سهولتونه هم شته. په دې روغتونونو کې موږ سره د ماشومانو ډاکټران موجود وي او هلته خلک درملنې له تللی شي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره ادارې یونیسف په ویبپاڼې یو راپور وايي چې په ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې د ماشومانو ابادي اتیا اعشاریه څلور ملیونه وه خو د دې ابادۍ په نسبت روغتونونه او د صحت سهولتونه ډېر کم دي.

XS
SM
MD
LG