د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځینو ډاکترانو اختر د کور پر ځای په روغتون کې تېرېږي


ډاکتران د عامو رخصتیو پر ورځو هم په روغتونونو کې کار کوي
ډاکتران د عامو رخصتیو پر ورځو هم په روغتونونو کې کار کوي

د ډاکتر عزیز الرحمان دا څلورم اختر وو چې د کور پر ځای یې په هسپتال کې تېر کړ. هغه د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې د مغزو او اعصابو جراح (نیورو سرجن) دی.

په هسپتالونو کې ډاکتران له مهالوېش (تقسیم اوقات) سره سم کار کوي او ډاکتر عزیز الرحمان وايي چې دا يې قسمت دی چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په اختر کې کاري ورځې وي.

د ۲۰۱۹ز کال په لوی اختر کې چې سهار خلکو نوې جامې اغوستې وې او عیدګاه ته روان ول، نوموړی روغتون ته پر لار وو او هلته یې د اختر جامو پر ځای د ډاکترانو سپینه کورتۍ (چپنه) په غاړه کړه.

عزیز الرحمان وايي له تېرو دوو کلونو راهیسې په اختر کې په روغتون کې وي
عزیز الرحمان وايي له تېرو دوو کلونو راهیسې په اختر کې په روغتون کې وي

"د اختر تر لمانځه وروسته کار ته تلل سخت ګران وي ځکه چې مور درباندې غږ وکړي چې 'زويه حلوا مې پخه کړې ده يا خواږه تیار دي نو راشه له چایو سره يې وخوره.' دا سختې شېبې وي خو چې بیا يو وار کار ته ولاړ شې نو هر څه عادي شي."

په پاکستان کې د روغتونو انتظامي چارواکي هڅه کوي چې څومره شونې وي، زیات ډاکتران په اختر کې چوټي کړي خو دومره پرېږدي چې هغوی په وارډونو او د بیړنیو مرستو په څانګو کې د ناروغانو درملنه وکړای شي.

د ډېرو ډاکترانو رخصتۍ له وجې د کار زیات بار بیا پر کمو ډاکترانو وي.

په پېښور کې د پښتورګو (ګردو، بډوډو) د مرکز ډاکتر ملک عادل هم دا ځل د اختر شپه او ورځ په ویښه تېره کړې.

دی وايي، "سهار اته بجې" روغتون ته ورغی، هلته یې ځینې ناروغان ولیدل او د یوه یې جراحي وکړه.

عادل وايي، د "غرمې ډوډۍ" هم ورڅخه "پاتې شوه او مازیګر" یې بل اپرېشن (عملیات) پیل کړ چې ورڅخه شپې "۱۲ بجې" فارغ شو.

عادل پر بل سهار اته بجې کور ته ولاړ، هلته "مې پۍ (شیدې) وڅښلې، ویده شوم او مازیګر شپږ بجې پاڅېدم."

عادل د اختر پر درېیمه ورځ بیا په روغتون کې وو او د خلکو معاینې او درملنه یې کوله.

فیصل بارکزی هم په اختر کې د روغتون د حادثو په څانګه کې وو
فیصل بارکزی هم په اختر کې د روغتون د حادثو په څانګه کې وو

ډاکتر فيصل بارکزی هم د اختر پر ورځ د کورنۍ پر ځای د پېښور په خیبر ټیچنګ هسپتال کې د حادثو په څانګه کې له ناروغانو سره وو.

"د اختر پر سهار چې مې جامې واغوستې نو مور، پلار او کورنۍ مې ډېر راياد شول. کور ته مې ټېلېفون وکړ او مور مې راته په ژړا شوه او ويل يې 'ټول خپلوان راغلي دي خو ته نه یې.' ما هغې ته تسلي ورکړه."

دا فکر کېږي چې د اختر په ورځو کې زياتره ځايونه تړلي وي او خلک په کورونو کې وي نو ځکه د نورو وختونو پرتله په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر کم وي خو ډاکتر عزیز الرحمان وايي خبره برعکس ده.

د ده په وينا، په اخترونو کې د ناروغانو شمېر دوه چنده زيات شي چې پکې زياتره هغه کسان وي چې يا خو څارويو ژوبل کړي وي یا له بامونو پرېوتي وي او ځینې هغه ځوانان هم پکې وي چې له موټر سايکلونو پرېوتي وي.

د نوموړي په وينا، د هغو ناروغانو شمېر هم زيات وي چې د زياتو غوښو یا نورو خوړو د خوړو له وجې يې هاضمه خرابه وي او روغتون ته وروړل شوي وي.

خو دغه ډاکتران زیاتوي، پر دې سربېره چې دوی له کورنیو سره د اختر له لمانځنې بې برخې پاتې کېږي، خو خوشاله وي چې د خلکو خدمت کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG