د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکسیجن کمي مړینو پس د خیبر ټیچنګ روغتون اووه چارواکي ګوښه


د پېښوریو روغتیاپال د کووېډ-۱۹ معاینو نمونې جمع کړي - د ارشیف انځور
د پېښوریو روغتیاپال د کووېډ-۱۹ معاینو نمونې جمع کړي - د ارشیف انځور

په پېښور کې د خیبر ټیچنګ روغتون (شېرپاو هسپتال) ویلي چې د ناغېړۍ پر سر یې اووه چارواکي له دندو لیرې کړي دي.

د ډېسېمبر پر اوومه په بیان کې راغلي، په ګوښه کړو کې د روغتون ډایریکټر ډاکټر طاهر ندیم خان، د اکسیجن پلانټ منېجر طاهر شهزاد، د اسپتال بایو میډیکل انجینیېر بلال بابک او په اکسیجن پلانټ مامور څلور نور ملازمین شامل دي.

روغتون دا اقدام تر هغې وروسته اخیستی چې د ډېسېمبر پینځمې او شپږمې ترمنځ شپې مهال د اکسیجن کمي له وجې شپږ ناروغان مړه شوي ول.

د صحت صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا او د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش وویل چې په لومړي پړاو کې دا ګامونه پورته کړل شوي دي او په راروانو پنځو ورځو کې به په دې کې نوري پلټنې هم کوي.

کامران بنګش وایي: (دا راپور چې ترلاسه شو نو اعلا وزیر د ګورنرانو بورډ ته نور د پنځو ورځو وخت ورکړو چې یو تفصیلي راپور دي راوړي، وزیر اعلا زر تر زره د شپږو مړو شوو کسانو کورنو د لسو لسو لکو روپو د ورکولو امر ورکړی.)

تیمور سلیم جګړا په خبري کانفرنس کې وویل چې د هسپتال د ګورنرانو بورډ په دې ابتدايي راپور کې د خیبر ټیچنګ روغتون د اکسیجن پلانټ په نظام کې د خامیانو په ګوته کولو هڅه هم کړې ده او هېڅ خبره یې له ولسه نه ده پټه کړې: ''هغه بله شپه چې د اکسېجن کوم کمی راغلی وو، هسپتال انتظامیې ته په وخت د هغې مالومات نه وو او اووه یا اته بجې پکار وه چې هسپتال انتظامیې د اکسیجن کمی نوټ کړی وو، د څلور پنځو ګنټو په وخت کې له اوو تر دولسو بجو پورې پکار وه چې د اکسیجن د راکمي کېدلو خبره دوی ته مالومه شوي وه، دوهمه خبره چې راپور په ګوته کوي نو دا د هسپتال نطامي خبرابۍ او د عملې روزنه ده چې په ایمرجنسي کې یې د پېښې نه وړاندې عملي ګامونه نه وو پورته کړي.''

یاده دي وي چې د خالي او اتوار د ورځ ترمنځه د شپې پرمهال خیبر تدریسي روغتون کې د اکسیجن د ختمېدلو په وجه لږ تر لږ شپږ کسان مړه شوي وو کوم چې د کورونا ناروغان وو او د زړه او نورو ناروغیو مریضان هم په دغه شپه د سختو کړاوونو سره مخ شوي وو او ځیني ناروغانو ته په دغه شپه بیا د ریسکیو اا۲۲ د ګاړو له لارې د اکسیجن انتطام برابر شوی وو.

د روغتون ویاند فرهاد خان د دسمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې هره ورځ له اړتیا سره سم اکسیجن په راولپنډۍ کې له یوې کمپنۍ راوړي خو د دسمبر پر پنځمه ماسخوتن پکې ځنډ راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په مړه شویو کې درې ښځې او درې نارینه دي چې پکې پنځه د کورونا ناروغان وو.

ده وویل، " موږ ته د بي او سي په نامه له یوې کمپنۍ د اکسیجن رسايي کېږي. نو بیګا ماسخوتن نهه نیمې بجې موږ ورته په انتظار وو خو هغه ناوخته راورسېد چې له کبله یې دا پیښه وشوه."

ځینې رسنۍ په خیبر ټیچنګ روغتون کې د اکسیجن د کمي له وجې د مړه شوو کسانو شمیره اووه تنه او ځینې یې بیا له دې هم زیاته یادوي. خو فرهاد خان دا یوازې ګنګوسي بولې.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې لخوا مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې وزیراعلا محمود خان د دې پېښې د پلټنو امر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې محمود خان په دې پېښه کې د ککړو کسانو خلاف د کارروايي کولو ویلي دي. د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر تېمور سلیم جګړا د خیبرټیچنک روغتون له مشرتابه یا بورډ اف ګورنرز غوښتي چې په ۴۸ ساعتونو کې د پیښې رپورټ وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا ناروغۍ دویمه څپه راغلې ده.

د پاکستان د صحت څانګه وايي‌ چې هلته په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس له کبله ۵۸ نور کسان مړه شوي دي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې ترمخه د دسمبر شپږمې تر سهاره د کورونا وايرس له کبله د مړو شمېر ۸۳۶۱ ته رسيدلی دی.

ویب پاڼه زیاتوي‌ چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۰۸ نور کسان په دې ناروغۍ اخته میندل شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه تر ۴۱۶۰۰۰ زیات کسان په کورونا اخته شوي خو تر ۳۵۵۰۰۰ زیات ورڅخه جوړ شوي هم دي.

د صحت څانګې ویبپاڼه لیکي چې دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونه شمېر تر ۵۳ زره زیات دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG