د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه نور غړي له بنده خلاص شول


په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مارچ پر درېیمه د یوې اورېدنې پر مهال د دغو کسانو په ضمانت د خوشې کولو امر وکړ.

دا هغه پنځه کسان دي چې د کراچۍ د سهراب ګوټ پولیسو د جنورۍ پر ۳۱مه نیولي وو. دوی د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف احتجاج کاوه.

دا کسان محمد طاهر، نعمت الله، ابراهیم خان، محمد سرور او جاوید رحیم نومېږي.

د پي ټي اېم وکیل قادرخان ایډوکیټ د مارچ پر درېیمه په کراچۍ کې مشال راډیو ته وویل، اوس په دغه قضیه کې یوازې علي وزیر په زندان کې دی.

علي وزیر د تېر کال د دسمبر میاشتې له ۱۶مې نېټې راهېسې بندي دی. د فبرورۍ پر درېیمه عدالت د علي وزیر په ضمانت د خوشې کېدو درخواست رد کړی و.

د مارچ په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ او ځیني نور ملګري مخروران ګرځولي ول او د هغوی د ګرفتارۍ وارنټ یې هم جاري کړی و.

XS
SM
MD
LG