د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین او محسن داوړ دې مفروران وګرځول شي: کراچۍ پولیس


ښي لاس ته منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر
ښي لاس ته منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر په قضيه کې نن د مارچ پر لومړۍ نېټه پوليسو خپل چالان (رپورټ) د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.

د کراچۍ پوليسو په چالان کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين، محسن داوړ او نورو ملګرو د "مفرورانو" ګرځولو غوښتنه کړې.

عدالت د پوليسو دغه "چالان" منظور کړی او د پي ټي اېم مشر منظور پښتين، د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او نورو د نیولو وارنټ يې هم جاري کړ‎ی دی.

عدالت پوليسو ته امر کړي چې منظور پښتين، محسن داوړ او نور ملګري یې ونیسي او د روانې مياشتې پر نهم مارچ يي عدالت ته وړاندې کړي.

په مقدمه کې د پي ټي اېم د کراچۍ نورو پینځه غړي جاويد رحيم، طاهر، ابراهيم خان، نعمت الله او سرور هم نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG