د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه


د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ناسته جرګه
د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ناسته جرګه

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند تورسان سيمه کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه چې پکې له دواړو غاړو نهه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي ول.

دښمنې د ځمکې او ځنګل پرسر رامنځته شوې وه.

د ولایت خان او خانزمان ملک د کورنیو ترمنځ د روغې جوړې په جرګه کې د کونړ له بېلابېلو سيمو په لسګونو قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د جرګې غړي حاجي شېر محمد وايي، دوی (ولایت خان او خانزمان ملک) د دښمنۍ ختمولو لپاره ډېرې هڅې وشوې او قومي مشران په دې خوښ دي چې دواړو غاړو يې پرېکړې ومنلې.

په کونړ او د هېواد په نورو برخو کې داسې ډېرې شخصي دښمنۍ شته چې له امله يې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لا هم د یو بل مرګ ته ګوته په ماشه دي.

خلک وايي، د ټولو سيمو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو کسانو ته په کار دي چې د دغه ډول بدبېنیو او دښمنیو د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG