د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې جمهوریت په پوره ډول نه عملي کېږي'


په رپورټ کې ویل شوي چې په ۱۹۵ هېوادونو کې په ۷۳ کې حالات د مخکې په نسبت ډېر خراب شوي دي او یوازې په ۲۸ هیوادونو کې ښه والی راغلی دی.
په رپورټ کې ویل شوي چې په ۱۹۵ هېوادونو کې په ۷۳ کې حالات د مخکې په نسبت ډېر خراب شوي دي او یوازې په ۲۸ هیوادونو کې ښه والی راغلی دی.

د ولسي ازادۍ او جمهوریت د څار نړیوالې ادارې فریډم هاوس په خپل تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې په پنځلسم کال په مسلسل ډول په جمهوریت کې کمی راغلی چې په نتیجه کې یې په دنیا کې ازادي هم کمه شوې ده.

ادارې د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر دریمه ( په نړۍ کې ازادي ) په نوم په خپل نوي رپورټ کې په ۲۰۲۰ز کال کې په ۱۹۵ هېوادونو او ۱۵ سیمو کې د سیاسي حقونو او ولسي خپلواکۍ ارزونه کړې ده.

فریډم هاوس په رپورټ کې د هېوادونو درجه بندي په دریو برخو ویشلې ده. یاني لومړي هغه هیوادونه چې په مکمل ډول پکې ازادي ده، دویم هغه ملکونه چې نیمه ازادي لري او دریم هغه هېوادونه چې ازادي پکې بیخي نه شته.

په رپورټ کې ویل شوي چې د ۲۰۰۶ز کال راهیسې په نړۍ کې د ازادي نه لرونکو هېوادونو شمېر دا وخت تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلی دی.

په رپورټ کې ویل شوي چې په ۱۹۵ هېوادونو کې په ۷۳ کې حالات د مخکې په نسبت ډېر خراب شوي دي او یوازې په ۲۸ هیوادونو کې ښه والی راغلی دی.

د رپورټ له مخې پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې نیمه ازادي لري او پوره جمهوریت پکې نه دی عملي.

د پاکستان تاریخ ته که و کتل شي نو په ۱۹۴۷ز کې د خپلواکۍ تر حاصلولو پس په هغه هېواد کې شاوخوا نيمه موده پوځ په اقتدار کې پاتې شوی دی، چې د شنونکو په نظر په هېواد کې د کمزوري جمهوریت یوه وجه ده.

خبریال او شنونکي محمود جان بابر له مشال راډیو سره په خبرو کې په ملک کې اوسني حالات د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د دور حکومت سره پرتله کړ او ویې ویل چې په پاکستان کې د پخوا په نسبت حالات لږ څه ښه شوي دي او هغه سیاسي حقونه او ولسواکي چې مخکې خلکو ته نه وه حاصله، اوس حاصله ده ځکه چې د هغې لپاره په ملک کې جمهوري ادارې موجودې دي. خو نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې د جمهوریت پیاوړې کېدو ته لا هم ډېر وخت پاتې دی.

"زه به د رپورټ د دې خبرې سره اتفاق وکړم چې په پاکستان کې سل په سله هغه حقونه نه دي حاصل او جمهوریت په مکمل شکل کې موجود نه دی. تر هغه وخته به دا نه پوره کېږي تر څو چې ولس ته د لارې او کوڅې په سر هغوی ته لیډرشپ نه وي ملاو شوی. نو خبره دا ده چې کمې شته. د جمهوریت غږ پورته کوونکې چې کومې پارټۍ دي نو د هغوی د کردار په اړه هم د خلکو شکوک و شبهات شته چې هغه د هغوی د ذاتي خبرو په اړه نه دي بلکه د کردار په هکله دي. نو زما په فکر دا خبرې لا شته او جمهوریت چې نور مزل کوي نو په هغې کې به شل دېرش کاله نور لږي."

فریډم هاوس یواځينۍ اداره نه ده چې په پاکستان کې جمهوریت او ازادي په پوره ډول پلي نه ګڼي.

تر دې مخکې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د جمهوريت د ارزونې نړیوالې تحقيقاتي ادارې (ايکانوميسټ اينټېليجنس يونټ) د ۲۰۲۰ز کال په خپل راپور کې پاکستان يو له هغو هېوادونو بللی و چېرته چې جمهوري ارزښتونه په مکمله توګه نه عملي کېږي.

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونه په بیا بیا د سیاسي حقونو او ولسواکۍ د نشتوالي لپاره حکومت تورنوي. دوی تور پورې کوي چې پر عدلیې، انتخاباتي او د احتساب ادارو باندې د کنټرول له لارې حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو خلاف کاروایانې کوي او پر میډیا فشار اچوي.

د حکومت خلاف د بیلا بیلو اپوزېشن ګوندونو اتحاد کې شامل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ او سېڼېټر عثمان خان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې په ملک کې يو قسمه سیويل مارشل لا ده او د دې خبرې ګواهي د هېواد پارليمان، رسنۍ او ولس ورکوي.

"د پارلېمان هېڅ حیثیت نه شته. د وفاقي حکومت هیڅ حیثیت نشته. پر میډیا پابندي ده. الیکشن کمېشن او عدلیه باندې یې کنټرول ساتلی دی. کنټرول شوی پارلیمان دی. هر څه له بهره فیصله کېږي. د ټول پارلیمان نه یې د شکنجې یو ځای یا مقام جوړ کړی دی. بس د جمهوریت په نوم یوه مسلطه مارشل لا ده."

د اپوزیشن ګوندونو د ټکونو په ځواب کې حکومت په بیا بیا خپل دریځ تکرار کړی چې په ملک کې ټولې ادارې ازاده او خپلواکه دي او په چارو کې یې مداخلت نه کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف غړي ډاکټر حیدر علي مشال رېډیو ته وویل چې په پاکستان کې جمهوري ادارو ته د ودې لپاره موقع نه ده ورکړل شوی نو ځکه په پوره توګه جمهوریت نشته. خو نوموړي د اپوزیشن ګوندونو دغه تورونه رد کړل چې یوازې د تحریک انصاف په دور حکومت کې داسې ده. نوموړي وویل دا سلسله د هېواد په تاریخ کې د کلونو راهیسې روانه ده.

"دا الزام یوازې د تحریک انصاف په حکومت لګول زما په خیال مناسبه نه ده. که تاسو د پاکستان تاریخ ته و ګورۍ نو جمهوري ادارو ته پکې ډېر کم ځای ملاو شوی دی. دې کې شک نشته چې په پاکستان کې هغه شان جمهوریت نشته څنګه چې په ترقي یافته جمهوري هېوادونو کې دی. زما په فکر د هغې وجه دا ده چې دلته جمهوري ادارې ډېرې کمزورې دي. پارټيانې چې پکار ده خپل کسان د پارلیمان لپاره وروزي، نو د هغه ځای نه هم داسې خلک راځي چې په خپل رول او ډیوټي نه پوهیږي. څو پورې چې د جمهوري ادارو کیپیسیټي بلډنګ نه وي شوی یا وده ورته نه وي ورکړل شوی نو زما په فکر جمهوري ادارو او جمهوریت ته تاوان رسېږي."

د فریډم هاوس د رپورټ له مخه په نړۍ کې ۵۴ هیوادونو کې دا وخت بیخي ازادي نشته چې د دنیا د ابادۍ ۳۸ فیصده برخه جوړیږي.

ادارې په رپورټ کې د ډیموکراسۍ د ودې لپاره په وړاندیزونو کې ویلي چې باید د جمهوریت پلوه تحریکونو او مدني ټولنو ملاتړ وشي، رسنیو ته ازادي ورکړل شي، معلوماتو ته د ولس د لاسرسي حق خوندي کړل شي، د جمهوریت پیاوړې کولو پروګرامونو باندې توجه ورکړل شي او د جمهوري اقدارو په اړه پوهاوی پیدا کړل شي.

XS
SM
MD
LG