د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حالاتو په اړه د سات فورم بحث


د پاکستان په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کوونکي، جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو فورم يا SAATH دا کال خپله غونډه يا کنفرنس آن لاين وکړ.

په ايين کې د شوي اتلسم ترميم د مبیینه بدلون هڅې، په شمالي وزیرستان کې د مې په دوهمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر عارف وزیر قتل، غېب کړل شوي بلوڅان، کورونا وایرس او د پاکستان حکومت له خوا پر ملکي پوسټونو د پخوانيوو پوځي افسرانو ګمارل د مې په ۱۷مه شوې د دې کنفرنس د بحث موضوعات وو.

د دې فورم بنسټګر، حسېن حقاني د مې په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دوی په پاکستان کې د جمهوري اقدارو پياوړي کېدل غواړي. ((سات فورم پر يو جمهوري او وفاقي پاکستان باور لري. موږ په داسې يو پاکستان باور لرو چې د خلکو د حقونو په ورکړه کې بې انصافي ونه لري او په زور له مرکزه د اداره کولو کلتور پکې نه وي. همدا خبره زموږ د دې کال قرارداد يا پرېکړه ليک وو چې پاکستان کې دې حالات بدل شي او جموريت دې په سمه توګه عملي‌شي.))

موږ داسې يو پاکستان غواړو چې ټول قومونه پکې مساوي حقونه ولري
د سات فورم بنسټګر، حسېن حقاني

حسېن حقاني په واشنګټن کې د پاکستان سفیر پاتې شوی او د دې ملک په اړه یې دوه کتابونه او ګڼې مقالې ليکلي دي. هغه په ۲۰۱۶ کال کې په جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو فورم د ډاکټر محمد تقي سره يو ځای جوړ کړ. محمد تقي په مسلکي لحاظ ډاکټر خو له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې د پاکستان په سياست کې فعاله او پر سياسي چارو ليکنې کوي. دوی دواړه په امريکا کې اوسي او د پاکستاني رياست پر پالیسيوو نيوکو کولو لپاره پېژندل کېږي.

حقاني وايي دوی د پاکستان رياست خلاف نه دي بلکې غواړي د خپل فورم له لارې پر داسې موضوعاتو بحث وکړي چې نور یې له کولو ډډه کوي. هغه زیاته کړه: ((په پاکستان کې دا يو کلتور ګرځېدلی چې هر څوک د جمهوريت د قوي کولو خبره کوي، نو پر هغوی د نورو هېوادونو لپاره د کار کولو تور پورې کېږی. موږ دا تورونه سنجيده نه ګڼو. سات فورم له دې وجې جوړ شوی چې په پاکستان کې پر رسنيوو ډېر فشار دی او پر ډېرو مهمو مسايلو خبرې نه کېږي.))

سات فورم د بحثونو ښه ځای دی خو دا خبرې بايد موږ په عمل کې پر ځمکه ووينو. خلک د حالاتو بدلون غواړي
محسن داوړ

هغه وايي: ((موږ چې پر کومو مسايلو بحث کوو، په هغوی کې په زور د غېب کړل شوو کسانو مسله ده، د ښځو حقونه دي، د سياسي فعالانو وژل کېدل دي او د سخت دريځو مذهبيانو اثر رسوخ دی. موږ پر هرې هغې مسلې خبرې کوو چې په پاکستان کې له پامه غورځول شوې يا پرې د خبرو کولو اجازت نشته.))

جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو فورم يا SAATH هر کال په مختلفو موضوعاتو يوه غونډه کوي خو دا ځل د کورونا وایرس له امله د دوی کنفرنس آن لاین وشو. په دې غونډه کې له امريکې، يورپ، کينيډا او پاکستان څخه ۳۰ خبريالانو، سياستوالو، ليکوالانو او د بشري حقونو فعالانو برخه واخیسته. په دوی کې له پاکستانه د پارليمان غړی محسن داوړ هم وو.

هغه د مې په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د ده ډېر ټينګار پر دې وو چې دغه بحثونه دې پر ځمکه عملي شي. ((دا غونډه ښه وه. داسې پلېټ فارمونه ډېر ښه دي ځکه چې د ازاد بحث موقعې برابروي. البته ما په دې آن لاين کنفرنس کې هم دا خبره وکړه او بيا بيا یې کوم چې داسې بحثونه به هله اغېزمن ثابت شي چې سياسي ګوندونه دې دلته په پاکستان کې پر ځمکه د جمهوري اقدارو لپاره لا نور زیار وباسي. دلته چې کوم حالت روان دی، له هغې ولس تنګ دی. دوی بدلون غواړي. یوازې لارښوونه یې پکاره ده.))

دا کنفرنس د آن لاین غوڼدو لپاره جوړ، د زوم انټرنيټي اېپ څخه پر ټويټر په ژوندۍ بڼه خپرېده. د پاکستان د وخت مطابق د شپې له لسو څخه تر دولسو بجو پورې روان دې بحث پر مهال، په پاکستان کې ټويټر او زوم کار نه کاوه. د نيټ بلاکس په نامه يوه نړيواله اداره چې د انټرنيټ ودریدل څاري، پر خپل ویب سایټ‌ليکلي په پاکستان کې په دغه وخت کې د ټويټر او زوم بندیدل د دغه ملک په کچه شوی ځکه چې په دغه مهال د نړۍ په نورو برخو کې ټويټر او زوم دواړو کار کاوه.‌ په پاکستان کې د دغو دوو اېپ د کار نه کولو د وجوهاتو په اړه د پاکستان حکومت تر اوسه څه نه دې ويلي.

خبريال طه صديقي چې په پاکستان کې د ورپېښو ګواښونو له امله فرانس ته کډه شوی، وايي دې فورم د ده په شان هغو خلکو لپاره چې په خپل ملک کې ازاد بحث نه شې کولی، د خبرو موقع برابره کړې.

نوموړي د مې په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل: ((ما په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان پرېښود. هلته زما د تښتوونې او وژنې هڅې وشوې خو زه ترې بچ شوم. زه له دې کبله هدف ګرځېدلی وم چې د بيان ازادۍ او جمهوري ارزښتونو د پياوړي کولو لپاره مې غږ پورته کاوه. زما غوندې سړي لپاره، سات فورم ډېر ښه ځای دی ځکه چې دلته موږ ټول همنظره خلک راغونډ يو. نه یوازې زه خپله خبره کوم بلکې زه په پاکستان کې د ډېرو نورو ملګرو خبريالانو سره په رابطه کې يم او پر هغوی د روان سينشرشيپ په اړه هم غږ اوچتوم.))

د پاکستان حکومت د بيان ازادۍ تروړل نه مني او وايي رسنۍ ډېره خپلواکي لري

په جنوبي ايشيا کې د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو فورم يا SAATH (South Asians Against Terrorism and for Human Rights) په داسې مهال په پاکستان کې د جمهوري اقدارو د درناوي او بیان ازادۍ پخولو لپاره غږ کوي چې د بيان ازادۍ لپاره کارکوونکې، بې سرحده خبريالانونړیوالې ادارې د ۲۰۲۰ کال په درجه بندۍ کې پاکستان يو سل او څلوېښتم ځای لري.

دا شمېرې د ۱۸۰ هېوادونو د حالاتو د څارنې پر بنياد وړاندې شوې او ويل شوي چې په پاکستان کې د بيان ازادي محدوده ده. د پاکستان حکومت تل دا رد کړې او وزیراعظم عمران خان په بېلابېلو موقعو په غونډو کې ويلي چې پاکستان کې رسنۍ د نورو ملکونو په نسبت ډېره زیاته ازادي لري.

XS
SM
MD
LG