د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د سپریم کورټ پرېکړه لمانځلې


اسلام اباد - د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، د کوم نوي پاکستان خبره چې دوی کوله د هغې بنسټ سپریم کورټ د جولای پر ۲۸مه د پاناما اسنادو مقدمې د پرېکړې په ذریعه کښېښوده.

نوموړي د یکشنبې یا اتوار پر ماخوستن په اسلام اباد کې د پاناما اسنادو د قضیې فیصلې په تړاو یوې جلسې ته په وینا کې وویل، ده ته د ۲۰۱۶ز کال د نومبر پر دویمه پیپلز ګوند او د منهاج القران ټولنې مشر طاهر القادري ویلي ول چې سپریم کورټ ته تګ تېروتنه ده ځکه چې په پاکستان کې انصاف تر لاسه کول ګران کار دی.

خان وویل، وخت زبات کړه چې دا یې سم کار کړی وو.

ده زیاته کړه چې که مسلم لیګ (ن) پر جمهوریت باور لرلای نو د پاناما اسنادو له افشا کېدو سره سم باید نواز شریف له خپلې دندې ګوښه شوی وای.

عمران خان، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک او د تحریک انصاف یوه بل مخکښ شاه محمود قریشي په خپلو ویناګانو کې پر مسلم لیګ (ن) او پخواني وزیراعظم نواز شریف نیوکې وکړې. دوی په خپلو خبرو کې په مسلم لیګ (ن) کې د میراثي سیاست موضوع هم یاده کړه.

د دوی تر جلسې وروسته د مسلم لیګ (ن) پارلېماني استازي او د رېلوې وزیر خواجه سعد رفیق رسنیو ته وویل، عمران خان د ((نوي پاکستان)) نعرې وهي خو تر اوسه د ((نوې خیبر پښتونخوا)) په جوړېدو هم نه دی توانېدلی.

هلته د پاکستان صدر ممنون حسین د اګست پر لومړۍ نېټه د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې چې پکې به لنډمهاله وزیراعظم ټاکل کېږي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ دفتر په خپل ېو بيان کې ویلي چې لېواله کسان د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره د نوماندۍ کاغذونه د اتوار له ماسپښينه تر د ګل ماسپښين دوو (۲) بجو پورې جمع کولای شي او بيا به د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق دا کاغذونه پلټي او د نهې پر ورځ ماسپښين درې (۳) بجې به د قامي اسمبلۍ په غونډه کې نوی لنډمهاله وزیراعظم وټاکل شي.

مسلم لیګ (ن) ګوند چې په پارلېمان کې اکثریت لري د پېټرولو او ګیس چارو پخوانې وزیر شاهد خاقان عباسي او پاکستان تحريک انصاف د عوامي مسلم ليګ ګوند مشر شېخ رشيد د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولي دي.

XS
SM
MD
LG