د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوالني د مرګ اقدام په تړاو پر روسیو چارواکو د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونه


د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ په مسکو کې د روسي پولیسو له خوا نیول شوی.
د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ په مسکو کې د روسي پولیسو له خوا نیول شوی.

امریکا او اروپايي ټولنې د روسي اپوزيشن رهبر الېکسي نوالني د مسمومولو او بندي کولو پر ضد پر لوړ رتبه روسي چارواکو همږغي شوي بندیزونه اعلان کړي.

واشنګټن د مارچ پر درېیمه وويل چې پر اوو روسي چارواکو له هغې باوري استخباراتي ارزونې وروسته بنديزونه لګوي چې څرګندونه پکې شوې وه چې د روسيې د امنيتي خدماتو فيډرالي ادارې چارواکو د ۲۰۲۰ز کال په اګست مياشت کې نوالني ته په زهر ورکولو کې لاس درلود.

په ورته اقدام کې اروپايي ټولنې هم د روسیې پر څلورو لوړ رتبه چارواکو بندیزونه اعلان کړل چې زياتره يې امنيتي او استخباراتي چارواکي دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې چارواکو ویلي، واشنګټن پر هغو ۱۴ شرکتونو هم محدودیتونه لګوي چې له روسیې سره د بیالوژیکي او کیمیاوي موادو په تولید کې دخیل ول.

په هغوی کې د روسیې نهه تجارتي شرکتونه هم راځي. هلته په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، که د هر چا له خوا بندیزونه لګول کېږي، دا اقدام اړیکې لا پېچلې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG