د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي چارواکې دې د الیکسي ناوالني پلویان نه ځوروي: هيومن رايټس واچ


د جنورې پر ۲۳مه په لسګونو ښارونو کې له الېکسيې نوالني سره د ملاتړ په موخه احتجاجي مظاهرې پلان شوي.
د جنورې پر ۲۳مه په لسګونو ښارونو کې له الېکسيې نوالني سره د ملاتړ په موخه احتجاجي مظاهرې پلان شوي.

بشري حقونو نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) پر روسي چارواکو غږ کړی چې پر کرېملن د تنقيدکوونکي اپوزيشن مشر الېکسيې نوالني د پلويانو پرضد دې ناقانونه کیمپېن ودروي.

په روس کې د جنورې ۲۳مې تر ممکنه احتجاجي مظاهرو مخکې روسي چارواکو د الېکسيې نوالني پر پلویانو فشار اچول پیل کړي.

۴۴ کلن نوالني د کرېملېن له سختو ناقدینو څخه یو دی او د درغلۍ ضد کیمپېن کوي.

د الېکسيې نوالني لږ تر لږه څلور پلویان د جنورې پر ۲۱مه په داسې حال کې نيول شوي چې چارواکو ټولنيزه ميډیا او خبري رسنيو ته د اپوزیشن لخوا د پلان شویو مظاهرو په اړه د مالوماتو نه خپرولو خبرداری ورکړی.

د جنورې پر ۲۳مه په لسګونو ښارونو کې له الېکسيې نوالني سره د ملاتړ په موخه احتجاجي مظاهرې پلان شوي.

نوالني تيره اوونۍ له جرمني ماسکو ته راستون شوی خو له راتګ سره سم په هوايي ډګر د چارواکو لخوا هغه ونيول شو.

هغه ته د تېر کال د اګست په میاشت کې داسې زهر ورکړل شوي ول چې نېږدې يې وژلی وو چې بیا وروسته د علاج لپاره جرمني ته يوړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG