د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې نوالني ته د زهرو ورکولو پر سر پر روسیو چارواکو او یوې ادارې بندیزونه ولګول


الېکساندر نوالني (په منځ کې) له خپلې ښځې یولیا او زوی زهار سره په برلېن کې - د ۲۰۲۰ز د اکتوبر شپږمې انځور.
الېکساندر نوالني (په منځ کې) له خپلې ښځې یولیا او زوی زهار سره په برلېن کې - د ۲۰۲۰ز د اکتوبر شپږمې انځور.

اروپايي ټولنې په اګست کې د شوروي اتحاد د وختونو کیمياوي زهرو له لارې د روسیې اپوزیشن مشر الېکسیې نوالني د "وژنې هڅې" پر سر پر شپږو لوړپوړو روسیو چارواکو او یوې ادارې د شتمنیو کنګلولو او سفر بندیزونه لګولي دي.

د اروپايي ټولنې رسمي ژورنال د اکتوبر پر ۱۵مه د بندیزونو ښکار هغو کسانو نومونه خپاره کړي چې په اړه یې فکر کېږي چې نوالني ته د زهرو ورکولو ذمه وار ول.

د زهرو له وجې نوموړی مرګ ته نېږدې شوی وو. ژورنال همداراز د هغې ادارې نوم هم خپور کړی چې د اعصابي زهرو نوویچوک جوړولو په پروګرام کې دخیله وه.

په دې چارواکو کې د روسیې د استخباراتو وفاقي ادارې (اېف اېس بي) مشر الېکساندر بورتنیکوف، دوه مرستیال وزیران الېکسیې کېرېفوروچکو او پاوېل پپوف، د ولسمشر د دفتر چارواکي اندرې یارین او سېرګې کېرېینکو او د سایبېریا وفاقي ولسوالۍ لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازی سېرګې مېنیالو شامل دي.

تر بندیزونو لاندې راغلې اداره د "عضوي کیميا او ټېکنالوژۍ دولتي څېړنیز انسټیټیوټ" نومېږي چې د شوروي اتحاد په وختونو کې یې نوویچوک زهر جوړول.

له دې علاوه، اروپايي ټولنې د لیبیا په کورنۍ جګړه کې د روسیې رول پر سر له کرېملېن سره پر تړلي کاروباري کس هم بندیزونه لګولي چې د "پوتین د پخوونکي یا اشپز" په نوم پېژندل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG