د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روس کې د الېکسي نوالني نيولو ضد راوتلي سلګونه مظاهرچيان نیول شوي


د مظاهرو مقصد په کرملین فشار اچول راوړل دي چې ناوالني د خوشې کېدو امر وکړي.
د مظاهرو مقصد په کرملین فشار اچول راوړل دي چې ناوالني د خوشې کېدو امر وکړي.

په روس کې د جنورۍ پر ۲۳مه د یخ موسم او د پولیسو لخوا د نیول کېدو د خطر باوجود په زرګونه مظاهرچیان د الېکسي ناوالني د خوشې کولو لپاره راوتلي دي.

نوالني تېره اوونۍ له جرمني ماسکو ته ستون شوی وو خو له رسېدو سره سم پر هوايي ډګر د چارواکو لخوا هغه ونيول شو.

لومړنۍ احتجاجي لاریون په ساییبېریا کې پېل شو او له دغې وروسته په خبروفسک، ولادي-ویستوک او نورو ښارونو کې په زرګونه خلک لارو کوڅو ته په سخته یخنۍ کې راوتل او د ناوالني د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

پر دغه مهال د امنیت سخت ګامونه پورته کړل شوي دي.

د راپورنو له مخې دا احتجاجونه د ۲۰۱۷ز کال د مارچ میاشتې د هغو احتجاجونو وروسته تر ټولو لوی دي چې د روس په څه نا څه ۹۹ ښارونو او ښارګوټو کې د حکومت خلاف ترسره شوي ول.

په ماسکو کې د مظاهرو پر مهال د الېکسي نوالني مېرمن يوليا نوالنايا هم نيول شوې ده. د رويټرز خبري اژانس له راپور سره سم يوازې په ماسکو کې ۴۰ زره کسانو په مظاهرو کې ګډون کړی، خو د روسيې کورنيو چارو وزارت بيا دا شمېر ۴۰۰۰ يادوي.

بلخوا د (OVD) انفو په نوم یوه څارونکي ډله چې د پولیسو فعالیتونه څاري خبر ورکوي چې د روسيې په بېلا بېلو ښارونو کې تر ۱۶۰۰ زيات مظاهرچیان نیول شوي او ځینې یې وهل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG